نصرت: روان کال به د صادراتو په رقم کې ۱۰۰ میلیونه ډالره ډېروالی راشي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، ممکن روان کال د تېر کال په پرتله د صادراتو په رقم کې ۱۰۰ میلیونه ډالره ډېروالی راشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د صارداتو د زیاتوالي په هدف هلې ځلې چټکې شوي، د صادراتو ملي ستراتیژۍ بشپړه شوې او د تائید لپاره یې د اقتصاد عالي شوراته هم لېږلې ده.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت د سې شنبې په ورځ د صادارتو د ملي ستراتیژۍ د ترتیب د دوهمې مشورتي ناستې په څڼده کې خبریالانو ته وویل، تېر کال مو د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادارت درلودل خو سږ کال ممکن د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات ولرو.

عتیق الله نصرت

نوموړي زیاته کړه:

"تېر کال مو د شااو خوا۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، ۱۴۰ زره ټنه میوه مو صادره کړې وه او ممکن روان کال۱۷۰ زره ټنه میوه صادره کړو چې په دې توګه به زموږ د صادراتو بیه۶۵۰ میلیونو ډالرو ته لوړه شي."

که څه هم ښاغلي نصرت د وارداتو په اړه کره معلومات ورنه کړل، خو وویل چې افغانستان له صادارتو څو چنده زیات واردات لري.

عتیق الله نصرت وايي، د افغانستان په صارداتو کې قالینې، وچه او تازه مېوه، قیمتي ډبرې، زعفران او نور بېلابېل مواد شامل دي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې چارواکي وايي چې له هند سره د هوايي ګارګو په پرانیستل کېدو سره د میوې په صادارتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلی.

Your browser doesn’t support HTML5

غني کړکېچ جوړونکو ته: موږ هر اقتصادي کړکېچ په فرصت بدلولای شو

د دغې خونې چارواکي وايي، د صارداتو د پراختیا لپاره د صاداراتو د ملي ستراتیژۍ مسوده یې چمتو کړې او د تائید لپاره یې د اقتصاد عالي شوراته لېږلې ده.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي هڅه به وکړي چې ژر دغه ستراتیژۍ تائيد او پلې شي.

د دغه وزارت مرستیال فیروز خان مسجدي خبریالانو ته وویل د دغې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به د افغانستان په صادارتو کې د پام وړ زیات والي راشي.

نوموړي زیات کړه:

"د سوداګرۍ بېلانس طبیعي دی د دې لپاره چې زموږ د صادارتو او وارداتو بېلانس سره انډول شي د دغې ملي ستراتیژۍ له تصویبولو وروسته به یې موږ په پلي کولو باندې کار کوو، دا به لږ وخت نیسي، څو انډوال برابر شي، په راتلونکو کلونو کې به د حکومت هڅې نتیجه ورکړي، ممکن زموږ صارات په راتلونکو کلونو کې زیات شي."

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز استازي ایریک باچوټ چې د صادراتو د ملي ستراتیژۍ د چمتو کېدو په غونډه کې یې خبرې کولې، د یادې ستراتیژۍ پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي باچوټ وویل، د افغانستان د صاداراتو د ملي ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به هغه ستونزې چې افغان سوداګر یې په نړیوالو بازارنو کې لري، تر یو بریده هوارې شي.

راپور: رحمت الله افغان