د اوبو او انرژۍ وزارت: افغانستان د کاسا زر پروژې عملي کار ته چمتو دی

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان د کاسا زر پروژې د عملي کار پیلېدو ته چمتو دی.

دغه وزارت وايې، د کاسا زر پروژې د کارونو د پرمختګ په هدف، په غړو هېوادونو کې جدي هڅې روانې دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له همدې امله د افغانستان په کوربه توب د اکټوبر په لومړۍ نېټه په دوبۍ کې یوه ناسته جوړه شوې وه.

نوموړي وویل، تر اوسه د عملي کارونو د پیل لپاره د هوکړه لیک دقیقه نېټه مشخصه شوې نه ده، خو په وینا يې چې تدارکاتي مرحله یې بشپړه شوې او افغانستان د کاسا زر پروژې د عملي کارونو پیل ته چمتو دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال عبدالبصیر عظیمي

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

"کومي برخي چي په افغانستان کې دي، د عملي کار پیلېدو ته چمتو دي، خو دا پروژه داسې ده چې باید له نورو هېوادونو سره په ګډې همغږۍ ترسره شي، موږ نشو کولای چې د انتقال یو لاین په افغانستان کې پیل کړو، په دې پروژې لا په تاجکستان کې هوکړه نه ده شوې، دا پروژه به هغه مهال موٍثره او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي چې په ټولو کاري برخو کې همغږي او انسجام موجود وي. "

د کاسا زر پروژې په عملي کېدو له یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي.

د دغې پروژې له لارې به، له تاجکستان او قرغزستان نه، افغانستان او پاکستان ته به ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا انتقال شي.

د هوکړې له مخې، ۳ سوه میګاواټه برېښنا افغانستان ته راځي او زر میګاواټه برېښنا پاکستان ته انتقالېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، افغانستان به د د دغې پروژې له برېښنا څخه د ګټې اخېستنې تر څنګ، هر کال ۴۵ میلیونه ډالره د برېښنا د ټرانزیټ له پلوه هم عاید ولري.

ټاکل شوې چې د کال په پنځو میاشتو کې له دې لارې د اوبو برېښنا « برق ابي» انتقال او په ۷ نورو میاشتو کې، له دغو مزو څخه د حرارتي برېښنا د لېږد لپاره ګټه واخېستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې میاشتي مخکې په تاجکستان کې د کاسا زر پروژې په دوهمه ناسته کې وویل چې د کاسا زر پروژې ټول تدارکاتي کارونه بشپړ شوي دي.

په ورته وخت کې د اوبو او برېښنا د برخې یو شمېر کارپوهان وايي، د کاسا زر پروژې د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي تفاهم لیکونه کمرنګه دي.

له دې ډلې فاروق اعظم ازادي راډيو ته وویل، د کاسا زر پروزې د پیل لپاره اړین کارونه نه دي شوي.

فاروق اعظم

ښاغلی اعظم زیاتوي:

"د دغې پروژې کارونه مخته تللی شي، خو چې غړي هېواونه سیاسي مسایل له تخنیکي مسایلو بیل کړي، یوازې له تخنیکي نظره ورته وګوري او جدي پام ورته وکړي."

خو تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د سیمه ییزو پروژو په ځانګړي ډول، ټاپي او کاسا زر عملي کېدل د ټولو غړو هېوادونو په ګټه دي.

پاکستان هم ویلي چې د انرژۍ د کمښت له بحران سره مخ دی او باید د منځني اسیا د هېوادونو له لارې د برېښنا لېږد چټک شي.

بل خوا د قرغزستان او تاجکستان حکومتونو هم ټینګار کړی چې د کاسا زر پروژه د سیمه یېزې همکارۍ د پیاوړتیا لامل کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ