کورنیو چارو وزارت: د عاشورا ورځې لپاره ګډ امنیتي پلان جوړ شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د عاشورا د ورځې په مناسبت د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د عاشورا د ورځې د امنیت لپاره یو ګډ امنیتي پلان جوړ شوی چې له مخې به یې هغه ځایونه چې د عاشورا او عزاداري مراسم پکې تر سره کېږي تر جدي امنیتي پوښښ لاندې راوستل شوي دي.

نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"له څو ورځو راهیسې په تېره بیا د نن او سبا لپاره موږ ځانګړي امنیتي تدابیر لرو، موږ ټول د مراسمو ځایونه تر پوښښ لاندې راوستي دي، استخباراتي او کشفي ادارو ته دنده سپارل شوي چې د پېښو د مخنیوي په هدف له هر بل وخته زیات کار وکړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د محرم میاشتې له پیل راهیسې د امنیتي تدابیرو ویلي و، خو پایتخت کابل تېره ورځ هم یوې تکیه خانې ته څېرمه د انتحاري حملې شاهد و.

Your browser doesn’t support HTML5

دانش: کابل کې تکیه خانې ته نېږې انتحاري حملې ۵ کسان وژلي

دا حمله د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار د قلع فتح الله په سیمه وشوه چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې شپږو کسان په کې ووژل شول او نېږدې څلوېښت تنه نور په کې تپیان شول.

د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې انتحاري حمله کوونکي د شپون په جامه کې یادې تکیه خانې ته نېږدې ځان رسولی و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس د دښمن دې او ورته نورو ورانکارو او غولونکو پلانونو ته متوجه شوي دي.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د افغانستان د ملي امنيت شورا له‎ خوا د مذهبي مرکزونو د امنيت ټینګولو په هدف د جوړې شوې طرحې له مخې د عاشورا د ورځو د امنیت لپاره په شا او خوا ۵۰۰ تنو ویر کوونکو وسلې ویشل شوي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د مناسبتي او مذهبي ورځو لپاره کلک امنیتي تدابیر او ځانګړي پلانونه ستايي خو ټينګار کوي چې افغان حکومت نه دی توانېدلی دغه پلانونه په سم ډول تطبیق کړي.

له دې ډلې اجمل سایس ازادي راډيو ته وویل:

"په داسې مناسبتي ورځو کې هر وخت پلانونه جوړېږي خو د پلان د تطبیق لپاره هغه تدابیر چې لازم دي هغه نه نیول کېږي او پلان په تطبیقي ساحه کې ستونزې لري، په کار ده چې اجرائیوي ادارې کومې چې په محل کې توزیع شوي هر اړخیز فکر ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان د اهل تشیعوو په بېلابېلو عبادت ځایونو او جوماتونو بریدونه شوي دي.

ښاغلی سایس وايي، حکومت باید د دښمن له تېرو چلونو زده کړه کړې وي او له هرو ممکنو لارو دا ځل اجازه ورنه کړي چې ویر کونکي یوه بل ویر ته کېنوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ