د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

دانش: کابل کې تکیه خانې ته نېږې انتحاري حملې ۵ کسان وژلي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې په نننۍ انتحاري حمله کې ۵ کسان وژل شوي او اته دېرش تنه نور ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مرګژوبله عامو خلکو ته په هغې انتحاري حمله کې اوښتې چې د قلعه فتح الله په اووم سړک کې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي، د پېښې په تړاو پولیسو درې مشکوک کسان نیولي هم دي.

نوموړی زیاتوي:

دانش وايي، د پېښې په تړاو پولیسو درې مشکوک کسان نیولي هم دي
دانش وايي، د پېښې په تړاو پولیسو درې مشکوک کسان نیولي هم دي

"پولیسو له سیمې نه درې مشکوک کسان نیولي او تحقیقات ترې روان دي."

اخوا د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننۍ انتحاري غندلې او ویلي یې دي چې تروریستان د افغانانو تر منځ یووالی له منځه نه شي وړلی.

د ارګ د بیان له مخې افغان ولسمشر ویلي چې خلک به د امنیتي ځواکونو په همغږۍ کې د عاشورا مراسم سږکال تر نورو کلونو په ښه توګه ترسره کړي او یوه واړه اقلیت ته چې دین یې په ولکه کې نیولی نه تسلیمیږي.

  • پخواني معلومات:

د کابل ښار د قلعه فتح الله په سیمه کې د شیعه مسلمانانو په عزادارانو د انتحاري حملې له کبله پنځه تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

دغه حمله د جمعې له لمانځه وروسته د یوې تکیه خانې مخې ته وشوه.

په سیمه کې عیني شاهدان بیا وايي، د مرګ ژوبلې شمېره له هغې زیاته ده چې امنیتي چارواکي یې په اړه وايي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

تفصیل د محمد حدیث پردېس په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00
مستقیم لېنک
  • پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تائیدوي چې په کابل کې په نننۍ چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن ازادي راډیو ته وویل چې دا مرګ ژوبله عامو خلکو ته په هغې انتحاري حمله کې اوښتې چې د قلعه فتح الله په اووم سړک کې شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چار وزارت ویاند نجیب الله دانش وايي، انتحاري حمله د قلعه فتح الله په اووم سړک باندې شوې ده. دی که څه هم د مړو شمېر پنځه کسان یادوي خو وايي څه باندې شل تنه ټپیان دي.

د کابل پولیسو ویلي، انتحاري حمله د قلعه فتح الله په اووم سړک کې حسینیه تکیه خانې ته نږدې شوې ده.

اخوا د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننۍ انتحاري غندلې او ویلي یې دي چې تروریستان د افغانانو تر منځ یووالی له منځه نه شي وړلی.

د ارګ د بیان له مخې افغان ولسمشر ویلي چې خلک به د امنیتي ځواکونو په همغږۍ کې د عاشورا مراسم سږ کال تر نورو کلونو په ښه توګه ترسره کړي او یوه واړه اقلیت ته چې دین یې په ولکه کې نیولی نه تسلیمیږي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په کابل ښار کې نننۍ انتحاري غندلې او ویلي یې دي چې تروریستان د افغانانو تر منځ یووالی له منځه نه شي وړلی.

د کابل پولیسو ویلي انتحاري حمله د قلعه فتح الله په اووم سړک کې حسینیه تکیه خانې ته نېږدې شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح هم ازادي راډيو ته تائید کړه چې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې په نننۍ چاودنه کې ۲ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

ارګ ماڼۍ په دې باب یوه اعلامیه ورکړې او د عامو خلکو مرګژوبله یې تائید کړې خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د ارګ د بیان له مخې افغان ولسمشر ویلي چې خلک به د امنیتي ځواکونو په همغږۍ کې د عاشورا مراسم سږ کال تر نورو کلونو په ښه توګه ترسره کړي او یوه واړه اقلیت ته چې دین یې په ولکه کې نیولی نه تسلیمېږي.

  • پخواني معلومات:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تائیدوي چې په کابل کې په نننۍ چاودنه کې ځینو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن ازادي راډیو ته وویل چې د قلعه فتح الله په اووم سړک کې په نننۍ چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ یوه مقام ازادي راډیو ته وویل چې حمله انتحاري وه او حمله کوونکي غوښتل د قلعه فتح الله په اوم سړک کې حسینیه تکیه خانې ته ننوځي.

اخوا فرانسې خبري اژانس د کابل د جنایي تحقیقاتو د رئیس سالم الماس په حواله لیکلي حمله کوونکي چې پسونه یې څرول په ځان پورې تړلیو موادو ته د تکیې خانې مخ ته چاودنه ورکړې ده.

د مرګ ژوبلې سمدستي جزئیات نشته خو په ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې ټویټر او فیس بوک د دې چاودنې تصویرونه خپاره شوي او ویره یې شته چې ځینو کسانو ته به مرګژبله اوښتي وي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

  • پخواني معلومات:

د کابل پولیسو تائید کړه چې د قلعه فتح الله په سیمه کې نن له غرمې وروسته یوه چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ یوه مقام ازادي راډیو ته وویل چې حمله انتحاري وه او حمله کوونکي غوښتل د قلعه فتح الله په اوم سړک کې حسینیه تکیه خانې ته ننوځي.

اخوا فرانسې خبري اژانس د کابل د جنایي تحقیقاتو د رئیس سالم الماس په حواله لیکلي حمله کوونکي چې پسونه یې څرول په ځان پورې تړلیو موادو ته د تکیې خانې مخ ته چاودنه ورکړې ده.

د مرګ ژوبلې سمدستي جزئیات نشته خو په ټولنیزو رسنیو له هغې ډلې ټویټر او فیس بوک د دې چاودنې تصویرونه خپاره شوي او ویره یې شته چې ځینو کسانو ته به مرګژبله اوښتي وي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

نور جزئیات وروسته...

پخواني معلومات:

په کابل ښار کې نن د جمعې له لمانځه وروسته انتحاري حمله شوې، دا حمله د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د قلعه فتح الله په سیمه کې شوې ده.​

د کابل د جنايي څېړنو د ریاست یوه چارواکي دغه پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې دغه حمله حُسینیه تکیه خانې ته نېږدې د قلعه فتح الله په اووم سړک کې شوې.

نوموړي وویل چې انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د پسه په مرسته تکیه خانې ته ننوزي خو هدف ته له رسېدو وړاندې یې چاودنه وکړه.

د دې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

نور جزئیات وروسته...

  • پخواني معلومات:

په کابل ښار کې نن د جمعې له لمانځه وروسته چاودنه شوې ده.

چاودنه د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې د قلعه فتح الله په سیمه کې شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی روښانه خو ویل کېږي چې په دغې سیمه کې په یوه تکیه خانه شوې ده.

نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG