د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د محرم د ورځو د امنیت لپاره په خلکو د وسلو د ویش په اړه اندېښنې


د مشرانو جرګې اداري پلاوی او يو شمېر کارپوهان وايي، د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره د عاشورا په ماتم کوونکو د وسلو وېشل د کابل ګارنیزون د ضعف ښکارندويي کوي.

په ځانګړو ورځو کې د کابل ګارنیزون له خوا په خلکو د وسلو وېش د مشرانو جرګې د اداري پلاوي او يو شمېر افغان کارپوهانو اندېښنې راپارولي دي.

دوی وايي چې که دغه چاره په هېواد کې په يو فرهنګ بدل شي، نو ناوړه پایلې به ولري.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حکومت باید په خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"دوی مکلف دي چې د تکیه خانو امنیت ټینګ کړي، موږ ۳۵۷ زره امینتي ځواکونه لرو، ایا له دې ډلې موږ ته ۵۰۰ تنه يې نه رسېږي چې امنیت ټینګ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د عاشورا مراسم د انتحاري حملو او چاودنو شاهد وو.

تېر کال هم څو وسله والو د کابل په لوېديځ کارته سخي کې د عاشورا په ماتم کوونکو برید وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۴ تنه په کې ووژل شول او ۳۶ نور ټپیان شول.

خو له دې ټولو سره سره ښاغلی صدیقي د کابل ګارنیزون دغه اقدام چې د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره يې په ماتم کوونکو وسلې ویشلي دي، د دغه امنیتي ارګان ضعف او بې مسؤلیتي ګڼي.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د کابل ګارنیزون کابل ښاریانو ته د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت لپاره وسلې ورکړې دي.

په ورته وخت کې يو شمېر امنیتي کارپوهان وايي، په داسې ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت د امنیتي او کشفي ارګانونو کار دی، نه د خلکو.

د دغو کارپوهانو له ډلې میرزا محمد یارمند وايي، ښايي هغه وسلې چې د کابل ګارنیزون له خوا د عاشورا ماتم کوونکو ته ورکړل شوي، دوی يې بېرته ونه سپاري.

ښاغلی یارمند وایي:

"د قاعدې له مخې، باید د کشفي او اپراتیفي شبکو په رامنځته کولو سره امنیت ټینګ کړای شي چې ترورېستان جوماتونو، تکیه خانو او نورو هغو اهدافو ته چې دوی ټاکلي، ونه رسېږي."

ښاغلی يارمند وايي، کابل ګارنیزون باید د دې اقدام پر ځای کشفي شبکې او امنتیي کمربندونه زیات کړي وای او د محرم ماتم کوونکو ته د ۵۰۰ وسلو د ورکولو پرځای يې پنځه سوه اضافي پولیس موظف کړي وای.

تر دې وړاندې ډېری هېوادوالو د جهادي مشرانو د وژل کېدو او د نورو ځانګړو ورځو د لمانځلو پرمهال د ګډوډیو او غېر مسؤلو وسله والو کسانو له خوا د هوايي ډزو په اړه په کراتو اندېښنې شریکې کړې دي.

خو د کابل ګارنیزو سرپرست افضل امان وايي، په دې کار سره په ښار کې هېڅ ډول بې نظمي او ګډوډي نه رامنځته کېږي او یو شمېر هغه ځوانان چې روزونه هم ورته ورکړل شوې، په داوطلب ډول اماده دي چې د تکیه خانو امنیت ټینګ کړي.

ښاغلي امان وویل:

"د ښار په دننه دوی هېڅ ځای ته تګ راتګ نه لري، يوازې دومره مسؤلیت لري چې خلکو سره پېژنې او د جوماتونو او تکیه خانو په شااوخوا کې به وي، دوی د پولیسو سره همکاري کوي، د بې نظمۍ او وسلو د بېرته سپارلو په اړه هېڅ اندېښنه نه ده موجوده."

کابل ګارنیزون وايي، څه باندې ۴۰۰ میله وسلې یې د محرم د ورځو د امنیت د ټینګښت په هدف خلکو ته ویشلي دي.

د ښاغلي امان په خبره، امنیتي ځواکونه به هم د محرم په ورځو کې د ماتم کوونکو د امنیت په ټینګښت بوخت وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG