په تېرو ۳کلونو کې د ملي وحدت حکومت ستونزې او لاسته راوړنې

د ملي وحدت حکومت په کور د ننه او بهرنۍ سیاست په تېرو درېیو کلونو کې د کومو لاسته راوړنو او ستونزو سره مخ و؟

که څه هم افغان حکومت ادعا کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې د هغې له ډلې د اداري فساد سره د مبارزې، د سولې پروسې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ښه کارونه کړي خو یو شمېر سیاسي جریانونه په دې باور دي چې د حکومت مشران حتی نه دي توانېدلي تر څو سیاسي اختلافونو ته د پای ټکی کېږدي.

یو شمېر ګوندونه او سیاسي جریانونه انتقاد کوي چې د واک پر سر د وېش د اختلافونو تر څنګ، د انتخاباتو، الکترونیکي تذکرو، کابینې او اداري فساد په اړه د حکومت ډېرې ژمنې پر ځای پاتې دي.

په دې برخه کې د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم اختلافونو او د افغانستان د ژغورنې ایتلاف ته ډېره اشاره کېږي.

د افغانستان د لوېدیځ یوه مشهوره څيره او د جمعیت ګوند د رهبری شورا غړی اسماعیل خان وايي، حکومتي مشرانو باید په دې موده کې د خپل منځي اختلافونو پر ځای په خپلو ژمنو عمل کړی وای.

اسماعیل خان

نوموړي زیاته کړه:

"له پنځوسو فیصدو څخه ډېر وخت په اختلافونو کې تېر شو، هغه وخت او توان چې د خدمت لپاره و د واک د وېش په سر ولګېد او اوس په هېواد کې داسې څه رامنځته شوي چې پخوا یې ډېره سابقه نه لرله."

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بیا وايي چې حکومت د انتقادونو د اورېدو صبر لري، خو ټینګار کوي چې ولسمشر د خپل لومړي مرستیال سره کومه سیاسي او کاري ستونزه نه لري.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د تېرو درېیو کلونو راهیسې د ملي وحدت حکومت په نوم حکومت تجربه کوي.

پوره دری کاله وړاندې د مېزان د میاشتې په اوومه نېټه دا حکومت د هغه وخت د انتخاباتو د دوه مخکښه کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ منځته راغی.

د ملي وحدت حکومت توافق

دواړو مشرانو محمد اشرف غني چې اوس د ولسمشر او عبدالله عبدالله چې د اجرائیه رئیس په توګه کار کوي خلکو ته د ډېر څه کولو ژمنې ورکړي وې.

د بوختیاوو رامنځته کول، د امنیت تامین، په انتخاباتي سیسټم کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د اداري فساد سره مبارزه، د الکترونیکي تذکرو وېش د ملي وحدت حکومت د مشرانو مهمې ژمنې شمېرل کېږي.

په سیاسي برخه کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د دغه حکومت یوه عمده لاسته راوړنه بلل کېږي خو د ولسي جرګې په انتخاباتو او الکترونیکي تذکرو کې ځنډ هغه موارد دي چې د منتقدینو په باور باید هم په تېرو درېیو کلونو کې ورته پاملرنه شوې وای.

د حقوقي چارو کارپوهان وايي، د انتخاباتو د نه ترسره کېدو له کبله د افغانستان ولسي جرګه غیر قانوني کار کوي او په دې برخه کې لا هم د لازمو اصلاحاتو ډاډ نشته.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي حکومت نه یوازې دا چې انتخابات ونشو کړای بلکې په انتخاباتي سیسټم کې هم لازم اصلاحات نه دي رامنځته شوي.

یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"باید ووایم چې د انتخاباتو په برخه کې حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړې، د حکومت ژمنه دا وه چې د انتخاباتو په برخه کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کوي خو اصلاحات یوازې په څيرو کې راغلل چې موږ ورته اصلاحات نه شو ویلای."

ولسمشری ماڼۍ وايي د دې لپاره چې خلکو د انتخاباتي بنسټونو او قوانینو په اړه انتقادونه لرل حکومت د یوې شفافې پروسې له لارې نوي کمېشنران معرفي کړل.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د لومړي ځل لپاره انتخاباتي درغلۍ او سرغړونې جرم ګڼل شوی او دا کار د سازمان شویو درغلیو مخنیوی کوي.

هغه وايي د نویو تذکرو د وېش ستونزې هم ختمې شوي او تمه ده چې وېش به یې ډېر ژر پیل شي.

شاه حسین مرتضوی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ستونزې لرلې په دې کې شک نشته خو د الکترونیکي تذکرو د وېش او انتخاباتو تر سره کېدو لپاره چمتوالی نیول شوی دی."

له دې ور هاخوا حکومت د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ځان بریالی بولي.

په دې وروستیو کې د حکومت له خوا د اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ طرحه جوړه شوه او تمه ده چې د قانون د حاکمیت د عالي شورا په راتلونکي غونډه کې د تائید وړ وګرځي.

د دې تر څنګ حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز جوړ کړی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پرانیستل شو

په دې مرکز کې تر ډېره د حکومتي چارواکو دوسیې تر څېړنو لاندې نیول کېږي چې تر دې دمه یې یو شمېر حکومتي چارواکي بندي کړي هم دي.

د هلمند پخوانی امنیه قوماندان «سرجنګ» په درې کاله بند محکوم شو

د شفافیت څار نړیوال سازمان په ۲۰۱۷ میلادي کال کې افغانستان په فساد ککړ اتم هېواد معرفي کړ په داسې حال کې چې له دې وړاندې د ډېر وخت لپاره د نړۍ دویم او درېیم مفسد هېواد شمېرل کېده.

اروپايي ټولنه: افغانستان لاهم د فاسدو هېوادونو کتار کې ځای لري

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په دې برخه کې هڅې د لویې څارنوالۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې روانې دي.

جمشید رسولی

د لويي څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل.

"لویي څارنوالۍ د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ګټور ګامونه اخیستي دي او د ملي وحدت حکومت له جوړیدو راهیسې بیا تر اوسه اغېزمند دي."

په دغو دریو کلونو کې د ځينو لاسته راوړنو او ستونزو سره بیا د ځينو وزارتونو تر څنګ د حکومت ډېرې نورې ادارې د سرپرستانو له خوا اداره شوي دي.

د ملي وحدت حکومت د کار له پیل راهیسې انتقادونه دا دي چې د حکومت مشران د سیاسي او خپل منځيو اختلافاتو څخه نه دي راوتلي او دا کار د کابینې د سرپرستۍ سبب شوی دی.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې تر پنځو میاشتو پورې په ټولو دولتي ادارو کې سرپرستي له منځه ځي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت د سرپرستۍ د له منځه وړلو لپاره جدي اراده لري او په دې برخه کې په تدریجي توګه مثبت ګامونه اخیستل کېږی."

د کورنیو دغو اختلافاتو، لاسته راوړنو او انتقادونو ور ها خوا حکومت ادعا کوي چې د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست په تېرو دریو کلونو کې په ښه لوري حرکت کړی دی.

جمهوري ریاست وايي هغسې چې ولسمشر محمد اشرف غني بهرنی سیاست په پنځو کړیو له ډلې یې د ګاونډيو هېوادونو، اسلامي نړۍ، نړیوالو سازمانونو، امریکايي او اروپايي هېوادونو لپاره تنظیم کړی و په دې برخو کې یې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

ارګ وايي چې د ملي وحدت حکومت څخه مخکې د افغانستان اړیکې د ډېرو هېوادونو په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو او اروپا سره په ګونګ حالت کې وې.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر سرپرست شاه حسېن مرتضوي وايي، له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې تعریف کړې.

له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې دریو کلونو کې مهمې ناستې تر سره شوي له هغې ډلې د وارسا، بروکسل، د کابل پروسه او څو نورې سیمه ییزې ناستې چې افغانستان پکې فعال او له اغیزه ډک حضور درلود، هغه مرستې هم چې نړۍ له موږ سره کړي د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان د نړی د پاملرنې په محراق کې دی."

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم بیا په دې باور دی چې په دریو کلونو کې باید د کابل او اسلام اباد اړیکې هم ښې شوي وای.

هغه څه چې حکومت پرې ټینګار کوي وايي افغان حکومت د پاکستان سره سیاسي خبرو ته حاضر دی خو اسلام اباد دوه ګونۍ چلند کوي.

د جمهور رئیس د ویاند د دفتر سرپرست وايي افغانستان غواړي له هېوادونو سره یې اړیکې دولت محوره وي خو د هغه په باور ځينې هېوادونه د تروریستي ډلو په ملاتړ غواړي خپلې ګټې تامین کړي.

ارګ وايي، افغانستان دا وخت له پاکستان پرته د نورې نړی سره ښې اړیکې لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ