د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

د سولې شورا: د افغان جنګ د ختمولو یوازینۍ اصولي لار عادلانه تفاهم دی


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په دې هېواد کې د جنګ د ختمولو یوازینۍ اصولي او اساسي لار، عادلانه تفاهم او د دواړو لورو ملي نظریاتو ته درناوی دی.

د دغې شورا رئيس محمد کریم خلیلي د پنجشنبې په ورځ د سولې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې یو ځل بیا له وسله‎والو مخالفینو وغوښتل چې د سولې غږ ته مثبت ځواب ووايي او له جنګه لاس واخلي.

د سولې د شورا رئيس محمد کریم خلیلي
د سولې د شورا رئيس محمد کریم خلیلي

خلیلي زیاته کړه:

"یو ځل بیا پر دې ټینګار کوم چې سوله د افغانستان د خلکو یوه جدي اړتیا ده او موږ به د دې پروسې لپاره ښه مخکې لاړ شو. له هېڅ ملامتیا او توره به ونه ډارېږو. له مخالفینو مو هیله دا ده چې راشي، د هغه افغانانو په توګه چې د خپلو خلکو په اړه فکر کوي، له دغه بهیر سره یوځای شي او په یو عزتمنده تفاهم سره د افغانستان خلکو ته سوله راوړو."

د ښاغلي خلیلي په خبره د سولې عالي شورا د لازمو امکاناتو له نشتوالي سره-سره لاسته راوړنې لري او غړي به یې په راتلونکې کې ثابته کړي چې د سولې د روان بهیر په پر مخ بیولو کې په څومره جدیت سره کار کوي.

د سولې د عالي شورا غړي، د یادې شورا په ستراتیژۍ کې د بدلونونو راوستل او له حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم لیک خپلې لاسته راوړنې ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارو ځینې پوهانو او سیاستوالو تل د دغې شورا په کارونو انتقادونه کړي او د یو کمزوری او بې اغېزې بنسټ په توګه یاده کړې ده.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سولې د بهیر بریالیتوب یوازې د سولې د عالي شورا مسؤلیت نه‎دی، بلکې د ده په خبره باید په ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله کچه ورته لازم شرایط او زمینې برابرې شي.

عبدالله عبدالله وویل، ترکومه چې سولې ته سیاسي لاره ونه موندل شي، رښتیني سوله به ټینګه نه‎شي:

"سوله د افغانستان د خلکو یوه پاکه هیله ده او زموږ خلک به یې شاهدان وي خو د سولې د ټینګښت لپاره یوازې د سولې عالي شورا نه شي کولی چې ټول مسؤلیتونه په غاړه واخلي. ترڅو چې د حل یوه سیاسي لاره ونه موندل شي، جنګ به دوام وکړي. افغان دولت تل ویلي چې په دې باور نه لري چې جنګ په جنګ ختم کړي. خو که اړتیا پېښه شي، د افغانستان خلک دفاع ته تیار دي."

د سولې نړیواله ورځ چې د سنبلې د میاشتې له ۳۰مې او د سېپټمبر له ۲۱مې نېټې سره برابره ده، هرکال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او د ولسي جرګې دوهم مرستیال په دغې ناسته کې وویل، افغانستان له ۴۰ کلونو راهیسې د جنګ په اور کې سوځي، د دولت وسله‎وال مخالفین باید له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې لپاره هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG