العبادي: ترکیه د کُردستان د تیلو د صادراتو په اړه عراق سره معامله کوي

ترکیه وايي، له دې وروسته به د عراق د کُردستان سیمې د خامو تیلو د صادراتو په اړه یوازې د عراق له حکومت سره معامله کوي.

دا خبره د ترکيې صدراعظم بن علي یلدرېم له خپل عراقي سیال حیدر العبادي سره په یوه ټیلیفوني تماس کې کړې ده.

خو ترکيې په دې اړه چې په دې لړ کې به څه ډول ګامونه اخلي، جزئیات نه‎دي ورکړي.

د عراق پارلمان د چهارشنبه په ورځ له صدراعظم حیدرالعبادي وغوښتل چې د کُردستان سیمې په تیلو غني سیمې کرکوک ته ځواکونه واستوي او دا سیمه د عراق د نفتو د وزارت په کنټرول کې راولي.

کرکوک چې بېلابېل قومونه په کې میشت دي له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د کُردانو د پیشمرګه ملېشو په کنټرول کې ده.

د عراق ځواکونو د داعش د فعالیتونو د زیاتوالي په نتیجه کې کرکوک سیمه پریښوده.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د کُردستان سیمې د برخلیک په اړه د دوشنبه د ورځې ټولپوښتنه رد کړې ده او ټینګار کوي چې د دې سیمې په اړه هر ډول خبرې به د عراق د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي

نوموړي د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته وویل، په هېڅ صورت کې به د کُردستان سیمې د ټولپوښتنې په اړه مذاکرات ونه‎کړي.

د عراق د کُردستان سیمې چارواکي وايي، د دوشنبې ورځې په ټولپوښتنه کې د خلکو د ګډون اندازه دوه اویا په سلو کې وه او ۹۲ عشاریه ۷ فیصده رأيې ورکوونکو خپلواکی ته رأیه ورکړې ده.

بل لورته ټاکل شوې ده چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین نن په انقره کې له خپل ترکيې سیال رجب طیب اردوغان سره وویني.

د ترکي چارواکو په خبره اردوغان او پوتین په یوه ټیلیفوني تماس کې دا منلې ده چې د کُردانو ټولپوښتنه به د عراق او سوريې د ځمکنې بشپړتیا په اړه شخړې راپورته کړي.

روسيې که څه هم د عراق د ځمکنې بشپړتیا پر خوندیتوب ټینګار کړی دی خو په ښکاره او رسمي ډول يې د عراق د کُردستان سیمې ټولپوښتنه رد کړې نه‎ده.