د امريکا دفاع وزير د افغانستان پر امنيتي وضعيت د خبرو لپاره هند ته ځي

د امريکا دفاع وزير د افغانستان پر امنيتي وضعيت او نورو مسايلو د خبرو لپاره هندوستان ته ځي.

د امريکا دفاع وزير د دوشنبې ناوخته هند ته رسېږي، په پام کې ده جيمز متېس د هندوستان له صدراعظم نريندرا مودي او د هند له نوې ټاکل شوې دفاع وزيرې نيرمالا سيتارامَن سره وګوري.

دا له کله چې ډونالد ټرمپ په جنورۍ مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، اول وار دى چې د امريکا يو عالي رتبه مقام هند ته سفر کوي.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون په يوه اعلاميه کې ويلي:

"د امريکا متحد ايالتونه هند ته د يوه ارزښتمن او بانفوذ شريک په سترګه ګوري چې مشترکې ګټې ورسره لري."

د امريکا او هند د ستراتيژيک شراکت د بنسټ رئيس موکيش اګهي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي:

"د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هند صدراعظم نريندرا مودي په جون مياشت کې په واشنګټن کې سره کتلي وو او اوس هند ته د جيمز متېس سفر دا جوتوي چې په دواړو هېوادونو کې سياسي رهبرۍ ته دفاعي همکاري مهم لومړيتوب دى."

نوى ډيلى او واشنګټن د افغانستان په باب ګډې اندېښنې لري، دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره خپله نوې ستراتيژي تېره ميلادي مياشت اعلان کړه چې له مخې يې افغانستان ته د زرګونو تازه دمه سرتېرو لېږلو ته زمينه برابره شوه.

Your browser doesn’t support HTML5

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.

د امريکا ولسمشر له هند څخه غوښتنه کړې چې په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري زياته کړي.

په عين حال کې يې د نوي ډيلي پر سرسخت رقيب پاکستان انتقاد کړى چې په خپله خاوره کې يې د بلوا عاملانو ته پناه ورکړې ده.

د امريکا دفاع وزارت وايي جيمز متېس به د افغانستان له ډيموکراسۍ، ثبات، سوکالۍ او امن سره د هندوستان مهمه ونډه وستايي.

هندوستان د بندونو، سړکونو او نورو تاسيساتو د جوړونې په برخه کې له افغانستان سره شا و خوا ٣ میليارډ ډالره مرسته کړې ده.

هند او افغانستان د۹۲پروژو د عملي کولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت په غونډه کې پر همکارۍ غور کېږي

يوازې تېر ميلادي کال يې له افغانستان سره د مرستو اندازه يو میليارد ډالرو ته رسېدلې ده.

ولسمشر ټرمپ هند د سيمې په امن او ثبات کې د ونډې اخيستو او د امريکا د پوځي تجهيزاتو د رانيولو له کبله ستايلى دى.

وهاب: د هند د مرستې درې هلیکوپټرې افغانستان رسیدلي

تمه ده په دې سفر کې دفاع وزير جيمز متېس هند وهڅوي چې د ١٥ میلياردو ډالرو په ارزښت له امريکا څخه جنګي الوتکې رانيسي.

يوې سرچينې ويلي، په دې لړ کې به د هندوستان سمندري ځواکونو ته د بې پیلوټه الوتکو پر رانيولو هم خبرې وشي.

هندوستان ويلي لږ تر لږه سلو يو ماشينه جنګي الوتکو ته اړتيا لري، څو د چين او پاکستان له فضايي حريم څخه د ورپېښ خطر مقابله ورباندې وکړي.

د امريکا دفاع وزير په داسې حال کې هند ته ځي او هلته د افغانستان پر اړوندو مسايلو خبرې کوي چې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم روانه اوونۍ د افغانستان د يوه هيئت په مشرۍ هندوستان ته سفر کوي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل ازادي راډيو ته ويلي، په دې سفر کې به ښاغلى عبدالله ځينې تړونونه هم لاسليک کړي:

" اجراییه رئیس د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې په هغه کې به له لسو زیات وزیران هم شامل وي هند ته سفر وکړي، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا له موږ سره هم مرسته کوي چې په افغانستان کې خپلې ټاکلې موخه ترلاسه کړو او سم لورې ته قدمونه کېږدو."

هند ته د اجرائیه رئیس سفر درې ورځنی دی او د هند د لومړي وزیر سره پر کتنې سربیره به نوموړی د افغانستان او هند په یوه ګډ تجارتي نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د اجرائیه ریاست د معلوماتو له مخې له ښاغلي عبدالله سره به په دغه سفر کې له لسو زیات وزیران هم مل وي.

د هندوستان د ايکانوميک ټايمز ورځپاڼې په حواله دغه نندارتون به راتلونکې چهارشنبه پرانيستل شي او د راتلونکې شنبې تر ورځې به دوام کوي.