ټېلرسن: له ایران سره د پاتې کېدو لپاره باید اټمي تړون کې بدلون راشي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي، که تمه وي چې له ایران سره په اټمي تړون کې امریکا پاتې شي، باید په دې تړون کې ځیني بدلونونه راشي.

ټېلرسن پرون سې شنبه له فاکس نیوز سره په دې اړه مرکه کړې ده.

هغه وویل چې د امریکا حکومت په ځانګړي ډول د موافقې د پای په اړه اندېښنه لري چې که ۱۰ کاله وروسته دا موافقه پای ته رسېږي، ایران به بیا د دې اجازه ترلاسه کړي چې د یورانیمو غني کول پیل کړي.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

ښاغلي ټېلرسن وویل:

"له ایران سره اټمي تړون کافي سخت نه دی، دا د هغوی «ایران» پروګرام نه ورو کوي."

هغه دا هم وویل:

"که موږ له ایران سره په دې تړون کې پاتې کېږو، باید ځینې بدلونونه راشي، د تړون اخري برخې د مخکې تلو لپاره، معقولې لارې نه دي."

ټېلرسن په داسې حال کې له ایران سره د اټمي تړون د ځینو برخو بدلون اړین بللی چې د اکټوبر په ۱۵ مه باید امریکا په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې ایران له تړون سره سم مخته روان دی که نه، که پرېکړه داسې وي چې ایران له دغه تړون سره سم مخته نه ځي، د امریکا کانګرس ۶۰ ورځې وخت لري چې په ایران باندې هغه بندیزونه چې د تړون په خاطر کم شوي وو، یو ځل بیا ولګوي.

له ایران سره د پنځه جمع یو اټمي هېوادونو تړون په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو چې له مخې یې، ایران اټمي پروګرام دروي او نړیواله ټولنه، په خاصه توګه امریکا یې پر ضد بندیزونه لرې کوي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له ایران سره اټمي تړون شرموونکی او یو طرفه وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ وویل:

"له ایران سره اټمي تړون تر ټولو یو طرفه او خرابه تړون دی چې تر اوسه امریکا لاسلیک کړی دی، که رښتیا ووایو، دا تړون د امریکا متحده ایالتونو لپاره یو شرموونکی تړون دی، زه فکر نه کوم چې تاسو یې پای برخې لوستې وې، باور وکړئ."

ډونالد ټرمپ د ایران په اړه ډېرې تندې څرګندونې وکړې.

هغه د ایران رژیم یاغي وباله او ویې ویل، موږ په داسې تړون کې نه شو پاتې کېدلای چې هغه د اټمي پروګرام د جوړولو لپاره یو پوښښ ورکوي.

ولسمشر ټرمپ زیاتوي:

"موږ یو یاغي رژیم نه شو پرېښودلای، څو د خطرناکه راکټونو له جوړولو سره بې ثباته کوونکي فعالیتونه وکړي، موږ په هغه تړون کې نه شو پاتې کېدلای چې بالاخره د اټمي پروګرام جوړولو ته پوښښ ورکوي. "

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون سې شنبه د ایران په نورو سیاستونو هم تند انتقاد وکړ او په نړیوالو یې غږ وکړ چې ټول باید د ایران د رژیم د مرګونو او ورانیو په وړاندې ودرېږي، هغه وویل، ایران باید د ترورېستانو له ملاتړ لاس په سر شي، د خپلو خلکو لپاره خدمت پیل کړي او د ګاونډیانو ملي حاکمیت ته درناوی ولري.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ تر انتقادونو وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې که امریکا له دې اټمي تړون چې فرانسې، برېټانیا، روسیې، چین او جرمني هم لاسلیک کړی، ووځي، د نړۍ اعتماد به مات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

هم د ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» او «نه مننونکې» وبللې.

هغه فارس دولتي اژانس ته وویل:

"د متحده ایالتونو د ولسمشر شرموونکې او نه مننونکې څرګندونې چې د کورنیو او بهرنیو پالیسیو او له تروريزم سره په مبارزه کې د ایران رښتینولي له پامه غورځولې، د دې ښکارندويي کوي چې ټرمپ څومره بې خبره دی. "

د اټمي تړون دوو لاسلیکوونکو هېوادونو، فرانسې او روسیې هم د ټرمپ د څرګندونو په اړه عکس العمل ښودلی دی.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانوئل مکرون د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له ایران سره د اټمي تړون ننګه وکړه او د ګډ عمل د بشپړ پلان لغوه کول یې خطرناکه تېروتنه یاده کړه.

د اټمي تړون د مخته وړلو لپاره وروستۍ پرېکړه د ګډ عمل جامع پلان دی چې له مخې یې د ایران اټمي تړون تطبیق پیل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیا ویلي چې د چهارشنبې په ورځ به په ملګرو ملتونو کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې، د امریکا د نیوکو په وړاندې د اټمي تړون دفاع وکړي.

راپور: صفي الله ستانکزی