خلک په بلخ کې د جنايي جرمونو له زیاتوالي تر پوزې راغلي

د بلخ اوسېدونکي په دې ولایت کې د جنايي جرایمو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې په مزار شریف او شااوخوا سیمو کې یې نسبت پخوا ته د عام وګړو قتل او اختطاف زیات شوی دی.

د مزار شریف اوسېدونکي وايي چې ډیری دا قتلونه پر موټر سایکل سپرو کسانو له‎خوا کېږي.

خالد د مزار شریف اوسېدونکی دی، وايي:

"په مزار شریف کې د پخوا په نسبت اوس‌مهال جنايي جرمونه زیات شوي دي، خلک په مزار شریف کې د شپې له‎خوا امن نه‎دي او د نامعلومو کسانو له‎خوا وژل کېږي، پولیس د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي."

یوازې خالد نه‎دی چې مزار شریف کې د جنايي جرایمو او د نا څرګنده وسله‎والو د حضور د زیاتوالي په اړه شکایت لري، بلکې د مزار شریف ډېر شمېر ښاریان د جنايي پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي دي.

تبریز او احمد نبي د مزار شریف دوه اوسېدونکي يې په اړه وايي:

"تبریز یم، دې وروستیو کې خلک امنیتي وضعیت ته ډېر اندېښمن شوي دي، خاصتاً د مزار شریف ګڼ شمېر سیمې د شپې له‎خوا ناامنه دي. خلک حتی په خپلو کورونو کې وېره لري."

"زما نوم احمد نبي دی، قتلونه خورا زیات شوي، خو دولت چېرې چې مخنیوی یې وکړي، پولیس باید شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وي او د قتلونو عاملین ونیسي."

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دُرانی وايي چې د قتلونو مرموزې پېښې دې ښار کې موجودې دي، خو زیاتوي چې جرم له ټولنې سره یوه نغښتې پدیده ده چې حتی په پرمختللو هېوادونو کې پولیس نه‎شي کولای چې په بشپړ توګه‌یې مخنیوی وکړي.

نوموړی وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو د جرایمو سطح په ټولنه کې کمه شي او په اکثرو مواردو کې د مرموزو قتلونو عاملین نیول شوي هم دي.

دُراني زیاته کړه:

"واقعاً دا پېښې ترسره کېږي، موږ او تاسې په هغه هېواد کې ژوند کوو چې دوه لسیزې جګړه‌یې تېره کړې ده، په ډېر پرمختللو هېوادونو کې دا ډول پېښې ترسره کېږي. خو حقیقت دا دی چې پولیس دا پېښې تعقیبوي، عاملین‌یې ډېرو مواردو کې نیول شوي هم دي."

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي سرچینو د معلوماتو په حواله چې ویې نه‌غوښتل نوم‌یې واخیستل شي، په تېرو درېیو میاشتو کې له ۶۰ ډېر مرموز قتلونه بلخ کې ترسره شوي دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی