ولسمشر ته د وحیدي پرانیستی لیک: مافیایي کړۍ د سایبري فضا د امنیت مخه نیسي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر وايي، د سایبري فضا امنیت خوندي نه‌دي، خو که څوک‌یې د خوندیتوب لپاره اقدام کوي نو مافیايي کړۍ یې مخه نیسي.

نوموړی وايي، غوښتل‌یې د سایبري فضا د خوندیتوب او د انټرنیټ په برخه کې له پاکستان څخه د انحصار د راوتلو په برخه کې اقدامات وکړي، خو د مافیايي کړیو ښکار شو.

ښاغلي وحیدي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر ته‌یې په پرانیستي لیک کې په وضاحت په مخابراتي سیسټم کې موجوده ستونزې تشرېح کړې دي.

نوموړی وايي، د ولسمشر تر څنګ ولس هم باید د سایبري امنیت او همداراز په مخابراتي سیسټم کې نورې موجوده ستونزې جدي ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سایبري فضا د خوندتیوب بحث موږ ټولو پورې اړه لري، هره ورځ په دې برخه کې موږ په غیر مستقیم ډول قرباني ورکوو، نو ښه خبره ده چې دغه موضوع هم د امنیت شورا یوه اجنډا شي."

ولسمشر محمد اشرف غني ته د ښاغلي وحیدي په پرانیستي لیک کې همداراز دا اندېښنه هم مطرح شوې چې د افغانستان د مهمو بنسټونو معلومات خوندي نه‌دي او دا وېره شته چې ځیني ورانکاره کړۍ ترې استفاده وکړي.

ښاغلی وحیدي د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس هغه راپور چې له طالبانو سره‌یې د افغان چارواکو له خبرو پرده پورته کړې ده د خپلې ادعا ښه ثبوت بولي.

څه موده وړاندې اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ویلي چې افغان چارواکي هره ورځ له طالبانو سره خبرې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د ملي امنیت سلاکار له طالب مشرانو سره په افغانستان او قطر کې د ټیلیفون له لارې دوامداره خبرې کوي.

اسوشیټېډ پرس ویلي چې دغه معلومات ځیني طالب چارواکو چې له رسنیو سره د خبرو کولو صلاحیت‌یې نه‌درلود ورکړي دي، خو طالبانو او افغان حکومت بیا په کلکه دغه موضوع رد کړې ده.

دا چې د افغانستان د سایبري فضا امنیت څومره خوندي دی او په دې برخه کې د عبدالرزاق وحیدي اندېښنې پر ځای دي که نه؟ همدغه پوښتنه مو د مخابراتو وزارت له ویاند څخه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال وايي دوی د سایبري فضا د خوندیتوب لپاره اقدامات کړي، خو د عبدالرزاق وحیدي د نورو څرګندونو په اړه تبصره نه‌کوي.

ښاغلی ننګیال وايي:

"سایبري امنیت ته نه‌یوازې په افغانستان کې ګواښونه متوجې دي بلکې ټوله نړۍ د سایبري بریدونو لاندې راتلی شي، افغانستان په دغه مورد کافي اقدامات کړي، سایبري قوانین مو جوړ کړي هغه قوانین نهايي کېدو ته نږدې دي، خو ځیني مسایل د پخواني وزیر شخصي نظر دی موږ پرې تبصره نه‌کوو."

د عبدالرزاق وحیدي دنده په ۱۳۹۵کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په فساد کې د ښکېلتیا له کبله تعلیق شوه او پر ځای یې څه موده وروسته شهزاد اریوبي معرفي شو.

له دې ټولو سره سره د ټکنالوژۍ د چارو کارپوه الهام بابر وايي په نړۍ کې د هېڅ هېواد سایبري فضا په بشپړه توګه خوندي نه‌ده، خو د لازمو اقداماتو په ترسره کولو یې د ګواښ کچه راکمه کړې ده.

د ښاغلي بابر په خبره افغان حکومت باید د ټکنالوژۍ په صنعت کې د لا زیاتې پانګونې له لارې په دې برخه کې د شته ګواښونو کچه راټیټه او انټرنټي او مخابراتي خدمات لا ډېر معیاري کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس