جنرال رازق: ۱۵ طالب مشران خپلو کورنیو سره له کوټې نه کندهار ته راغلي

د کندهار امنیه قوماندان وايي، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د کورنۍ د یو شمېر غړو په ګډون د وسله والو طالبانو ۱۵ مشران د خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستانه کندهار ته راغلي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یاد طالب چارواکي د ده په شخصي هلو ځلو د کوټې شورا څخه جلا شوي او عادي ژوند يې پیل کړی دی.

د قوماندان په وینا د وسله والو طالبانو د لوړي او منځنۍ کچې په دغه مشرانو کي والیان د دفاع او بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي شامل دي.

جنرال عبدالرازق وویل په یو ځای شویو کسانو کې ملا فدا او لطف الله اغا چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزارت مرستيال او بیا په پنجاب ایالت کې د طالبانو کونسل و شامل دي.

لطف الله اغا د ملا محمد عمر د ورور ملا منان خسر دی.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېر کسان راغلي تر ۱۵ پوري کسان راغلي کوچني او غټ قوماندانان په دې کې شامل دي د طالبانو د وخت د دو ولایتونو والیان راغلي ولسوالان هم راغلي په دې کې د سولې شورا رول نشته یوازې زموږ د قومي مشرانو په هڅو راغلي نور هم دا پروسه روانه ده."

امنیه قوماندان وايي، دغه طالب مشران په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو کورنیو سره یو ځای له پاکستانه کندهار ته راغلي او د دې ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې مېشت شوي دي.

جنرال رازق د دغو طالب مشرانو په اړه له زیاتو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه، خو ویې ويل چې په دې برخه کې نوري هڅي هم دوام لري.

په ورته وخت کي د پوځي او سیاسي چارو شنونکي د وسله والو مخالفینو د پخلاینې دا ډول بهیر د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې ګټور بولي.

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی او د پوځي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:

لالی حمیدزی

"حمیدزی: هغه طالبان چې په پاکستان دي د دې پر ځای چې پاکستان یې نیسي او وژني يې نو ښه لاره داده چې راسي او د سولې د پروسې سره یو ځای شي.

حکمت: دا طالبان چې راغلي دا د جګړې په منفي اهدافو پوه شوي او د جګړې خسته شوي کندهار ته راغلي او دلته يې عادي ژوند پیل کړی زه له نورو هم دا غوښتنه کوم چې را دي شي په خپل وطن کې دي کښېني."

شنونکي وايي، پر طالبانو د پاکستان د اغېز د کمېدو لپاره دا تر ټولو غوره لار ده او دا کار د جګړې د پراختیا مخنیوی هم کولای شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور : محمد صادق رښتینی