د امریکا نوي ستراتیژي کې نشه يي توکو سره پر مبارزې ډېر تمرکز ندی شوی

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپل هېواد سټراټیژي اعلان کړه چې په هغه کې په افغانستان کې پر جګړه ډېر ټينګار شوی وو.

هيله کېده چې د افغانستان له حکومت سره د ترسره شوېو مشورو پر اساس به له نشه‎یي موادو سره مبارزه د ترهګرۍ د مالي سرچینو په توګه اعلان شي او د امریکا د سټراتيژي په سر کې به ځای ولري، خو داسې و نه شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ په خبري ناسته کې که څه هم د امریکا په سټراتيژي کې د نشه‎یي توکو سره د مبارزې په اړه څه و نه ويل، خو د یوې پوښتنې په ځواب کې یې له نشه‎يي موادو سره مبارزه د افغانستان د دولت مسئولیت وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن

ده وویل:

"زه نه غواړم چې د اساسي تغیراتواو غوښتنو په برخه کې چې موږ یې د افغانستان له دولته لرو، مخکې له مخکې څه ووايم او زه دا هيله هم نه‎لرم چې موږ به په دې برخه کې له ټولو ترسره شویو پرمختګونو څخه لاس پر سر شو. زما په نظر په دې ټولو برخو د افغانستان دولت مکلفیت او مسؤلیت لري او له افغان حکومته د افغانانو هيله همدا ده."

تر دې وړاندې ولسمشر غني د امریکا له متحده ایالاتو څخه غوښتي وو چې له ترهګرو ډلو او نشه‎يي موادو له قاچاق کوونکو سره مبارزه پر یو وخت مخکې بوزي.

ولسمشر غني دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د امریکا له نشه‎يي توکو سره د مبارزې او قانون د تنفيذ ادارې له مرستیال سره په ليدنه کې وویل چې د نشه‎يي موادو قاچاق کوونکي او ترهګرې ډلې يو د بل ملاتړ کوي.

د افغانستان له نشه‎یي موادو سره د مبارزې وزارت تائیدوي چې د امریکا په تازه سټراتیژۍ کې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې دوی ته ډاډ نه دی ورکړل شوی او له نشه‎يي موادو سره د نړيوالې ټولنې له پام نه کېدل دوی اندېښمن کړي دي.

د دې وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کې له ولسمشر غني سره خپلې اندېښنې او نشه‎يي موادو په برخه کې تهدیدونه شریک کړي.

دانشیار زیاته کړه:

"له ترورېزم سره مبارزه له نشه‎يي موادو سره له مبارزې پرته امکان نه لري. له همدې امله له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت هڅه کوي چې د امریکا د نوې سټراتیژۍ په اړه ډېر ژر دا موضوع د حکومت له رهبري سره شریکه کړي چې دا موضوع لږ تر لږه د هېوادونو د سیاستونو په کچه راپورته شي."

ښاغلی دانشیار وايي، که څه هم د امریکا متحده ایالات له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې مرستې کړي، خو په دې وروستیو کلونو کې د واشنګټن مرستې لږ شوې چې په دې سره به د کوکنار له منځه وړل او نشه‎يي موادو د قاچاق مخینوی ټکنی شي.

خو د جمهور رئيس مرستيال ویاند نجیب الله ازاد وايي، له نشه‎يي موادو سره مبارزه د افغانستان د حکومت څلور کلن امنیتي پروګرام له لومړیتوبونو څخه ده او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې همرا جلب کړي.

د جمهور رئيس مرستيال ویاند نجیب الله ازاد

دی وايي:

"زموږ څلور کلن امنیتي پلان نه یوازې دا چې دا یو امنیتي او د تروریستانو د دفاع او ماتولو پلان دی، بلکې له نشه‎يي موادو سره مبارزه هم ورکې شامله ده، ځکه همدا نشه‎يي مواد د تروریستانو مالي سرچینه ده چې د افغانستان په ورانولو کې ترې ګټه اخلي. په دې برخه کې مو له نړیوالو دوستانو سره څو ځله ناستې او خبرې کړې او هغوی موږ ته ډاډ راکړی چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې به زموږ ملګرتیا کوي."

د افغانستان د مشرانو جرګې د داخلي امنیت د کمېسیون مشر په افغانستان کې دننه د نشه‎يي موادو له کښت او تولید سره مبارزه د افغانستان د حکومت مسؤلیت ګڼي، خو ټینګار کوي چې په سیمه او نړیوالو بازارونو کې د نشه‎يي موادو زیاته غوښتنه او نشه‎يي موادو قاچاق کوونکو نړیوالو شبکو سره مبارزه د افغانستان د حکومت له وس څخه وتلې خبره ده.

راپور: مرسلین ارسلا