د هرات اوسیدونکي: ځینې ځواکونه د نشه يي توکو له پلورونکو سره شریک دي

په هرات ښار کې د نشه يي توکو خرڅول او اخېستل اوس په یوه لویه ستونزه بدله شوې ده.

د هرات ولایت اوسېدونکي ځینې امنیتي ځواکونه د نشه يي توکو له پرچون خرڅوونکو سره شریک ګڼي او ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته د نشه يي توکو خرڅوونکي نه شي کولای د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې نشه يي مواد خرڅ کړي.

حسین چې په ایران کې په نشه يي توکو روږدی شوی، وايي چې د نشه يي توکو پلورونکي له امنیتي ځواکونو سره په پوره همغږۍ کې دا مواد پر روږدو کسانو پلوري.

دی وايي:

"د بقالۍ د یو دوکان په څېر نشه يي توکي پلوري. کورونه یې هم یوځای دي او یا هم یو بل ته نېږدې دي. د دوی کارکوونکي د کورونو مخې ته ناست وي، خلک ورته تګ راتګ کوي، موږ ورته ټلیفون کوو، ځینې خو بیا په موټرو کې هم ورځي. د دوی کارکوونکي زموږ د پیسو په اندازه نشه يي توکي راکوي. که زه تاسو ته دا خبره کوم ښايي بده خبره وي، ځکه کله کله چې موږ ورځو هلته د پولیسو کس ناست وي، څه نه وايي او یوازې موږ ته ګوري."

د ځینو شمېرو له مخې دا مهال په هرات کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ۷۰۰۰۰ زرو ته لوړ شوی چې ورسره جوخت د نشه يي توکو د پلورلو بازار هم تود شوی دی.

یو بل معتاد چې خپل نوم داود ښيي ورته ادعا کوي او وايي چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته په ښکاره توګه د نشه يي توکو پلورل له امکانه لري خبره ده.

دی د نشه یانو په ځای کې ځينو کسانو ته په اشاره وايي:

"که دلته استعمالوونکي موجود دي، نو پلورونکي هم موجود دي. دا ټولو ته معلومه ده، خلک ټول په دې پوهېږي چې دلته د نشه يي توکو پلورونکي هم شته. هلته وګورئ له هغه دېوال سره یو کس ولاړ دی او نشه يي توکي اخلي. ته هم هلته تلای شې او زه هم."

د هرات ښار ځینې اوسېدونکي وايي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو مرکزونه ټولو خلکو ته معلوم دي، خو دا امنیتي ځواکونه دي چې تر دې مهاله د نشه يي موادو د خرڅلاو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د هرات ښار د یوې سیمې د ګذر وکیل غلام محمد په امنیتي ادارو کې د فساد موجودیت د نشه يي توکو د خرڅلاو زیاتېدو یو سبب بولي:

"تاسې کولای شئ چې ولاړ شئ او له نېږدې یې وګورئ چې د نشه يي توکو روږدي کسان لږ تر لږه په څلورو کورونو کې چې ګرو شوي او یا هم شخصي دي، ځای پر ځای شوي دي. د دولت خلک هم ورغلي و او ځينې کسان یې نیولي هم و. دوی له دغو کورونو یو کیلو نشه يي توکي را ایستلي، خو چې د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې ریاست، مدیریت او څارنوالۍ ته تللي، نو فکر کوم چې د موادو اندازه سلو او یا هم پنځوسو ګرامو ته رسېدلې. څو دا کسان و نه نیول شي. دلته لس پنځلس کورونه دي چې ټولې کورنۍ یې نشه يي توکي پلوري."

خو د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت مرستیال عبدالغفار خادمي دغو ادعاوو ته په ځواب کې وايي چې پولیسو په ښار کې د نشه يي توکو پلورلو د مخنیوي لپاره زیاتې هڅې کړي دي.

خادمي که څه هم په ښار کې د نشه يي توکو د پلورونکو موجودیت مني، خو وايي چې دوی د روان کال له پیله نه بيا تر اوسه تر سلو زیات پلورونکي نیولي دي.

ښاغلي خادمي زیاته کړه:

"د روان کال پیل نه مو ۱۴۲ کسان چې نشه يي توکي یې د پرچون په ډول پلورل نیولي او د قانون منګولو ته سپارلي دي. د دغو کسانو نیول ستاسو په خبره دا تائیدوي چې د نشه يي توکو پلورونکي شته. که یې موږ رد کړو چې د نشه يي توکو پلورونکي نشته، نو طبعي خبره ده چې دوی شته ."

دا چې د پولیسو دا هڅې ګټورې دي کنه، دا جلا موضوع ده. خو په هرات ښار کې د نشه يي توکو بازار د ولایتي شورا غړي هم اندېښمن کړي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی سید عظیم کبرزاني د دغه حالت اصلي لامل په ادارو کې د فساد موجودیت او د نشه يي توکو له پلورونکو څخه د ځينو جګپوړو چارواکو ملاتړ بولي.

نوموړی وايي:

"دا ښيي چې فساد موجود دی او په دولت کې داسې کسان شته چې د نشه يي توکو د پلورونکوملاتړ کوي."

په هرات کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس غلام جیلاني دقیق بیا د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې د ګټورې مبارزې لپاره د خلکو همکاري ضروري بولي، دی وايي: که په ښار کې د نشه يي توکو خرڅلاو بند نه شي، نو ممکن زیات شمېر نور خلک په نشه يي توکو روږدي شي.