د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

په خېبر پښتونخوا کې مظاهره‌چیان: نشه‌یي توکو تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي


د خېبر پښتونخوا په شبقدر سیمه کې لسګونه کسانو په دغې سیمه کې د نشه‌یي توکو د استعمال او خرڅلاو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې په سیمه کې دې د دغه ناوړه کاروبار مخنیوی وکړي.

دغه مظاهره چې د دوشنبې په ورځ په شبقدر بازار کې وشوه، د یادې سیمې لسګونه اوسېدونکي او مدني فعالان په‌کې لارو کوځو ته راوتلي وو، په لاسونو کې یې بنرونه نیولي وو او د نشه‌یي توکو د استعمال او خرڅلاو پر ضد یې شعارونه ورکول.

مظاهره کوونکو د دغې احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې له امنیتي چاراکو غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې د "اییس" او "پوډر" په څېر ناوړه نشې د خرڅوونکو پر ضد عملیات وکړي، ځکه چې دغو نشه‌یي موادو یوازې په شبقدر کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د احتجاجي مظاهرې یو تن ګډونوال شاهد خان د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې وویل، په شبقدر کې ځینې نشه‌یي توکي په خلاص مټ خرڅېږي چې له امله‌یې د سیمې ډېری ځوانان او ماشومان به نشو روږدي شوي دي.

ده زیاته کړه:

"موږ په خپله علاقه کې هر قسم نشیات، که هغه اییس دی، پوډر دی، شراب دی، کوکین دی، چرس دی، د دې خلاف راوتي یو. نن زموږ په علاقه کې ماشوم غرق دی، یوه نوې نشه راوتې ده او هر یو ۱۳-۱۴ کالو ماشومان اييس نشه کوي."

د دغې احتجاجي مظاهرې یو بل ګډونوال حاجي قادر خان بیا ادعا کوي چې په چم ګاونډ کې یې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو له امله پر ځوانانو سربېره بوډاګان هم پر نشو روږدي شوي دي.

نوموړي همدا شان پر پولیسو غږ وکړ چې د نشه‌یي توکو د خرڅلاو په مخنیوي کې دې د سیمې پر اوسېدونکو غږ وکړي چې په دې لړ کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

ده زیاته کړه:

"په دې کې تقریباً زموږ د عمر کسان، ۶۰-۷۰-۸۰ کالو کسان شته چې هغوی دا نشه کوي، هغوی پرې اخته دي. د چا په ګاونډ کې د چا په کلي کې خرڅولو والا وي، د هغوی مخنیوی دې وشي، د حکومت له لارې دې دغه کسان ونیول شي او حکومت دې ورته سزا ورکړي."

احتجاج کوونکو د خپلې مظاهرې په پای کې د شبقدر د پولسو له یوه ځايي مشر سره هم ولیدل او په دې لړ کې یې ترې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړه.

په سیمه کې د پولیسو یوه مشر "SHO" بسم‌الله خان له مظاهره کوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل، په دې وروستیو کې یې د نشه‌یي توکو د خرڅوونکو پر ضد عملیات کړي او همدا شان‌یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د سیمې د اوسېدونکو د مرستې په صورت کې به دوی د نشه‌یي توکو د خرڅلاو او استعمال مخنیوي په ښه ډول وکړاي شي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"په په دې اړه موږ کافي پلټنې کړي، بلکې په دې تېره میاشت کې موږ ۴ د نشه‌يي توکو پلورونکي نیولي دي او اوس چې دا کوم لږ لږ پاتې دا به هم ان‌شاءالله ډېر ژر ونیسو."

د یادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور او شااوخوا کلیوالو سیمو کې ډېری تنکي ځوانان د چرسو په ګډون د بېلابېلو نشه‌یي توکو پر استعمال روږدي دي چې له امله‌یې په دغو سیمو کې د نشه‌یي توکو پېر او پلور هم ډېرې اندېښنې زېږولې دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG