دفاع وزارت: مخالفینو ته د تلفاتو په اوښتو سره د حملو شدت کم شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو د بریالیو عملیاتو په پایله کې د تېرې اوونۍ په نسبت اوس‌مهال امنیتي تهدیدات کم شوي دي.

دفاع وزارت وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د جنګ ډګرونه ډېر تاوده و، خو اوس‌مهال د وسله‌والو مخالفینو تهدیدات او حملې کمې شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو پوځي عملیاتو کې وسله‌والو مخالفینو ته درانه تلفات اوښتي او تحرکات‌يې هم کم شوي دي.

وزیري: په دې اخره اوونۍ کې فشار کم شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې اخره اوونۍ کې فشار کم شوی دی، يوه اوونۍ وړاندې د مخالفینو فشار ډېر زیات و، په څو ولایتونو کې يې بریدونه کړي و، مګر له يوې اوونۍ را په دېخوا ورته ډېر زیات تلفات اوښتي، فشار هم کم شوی دی او په هر ځای کې دوی ته زیان اوښتی، کسان‌یې وژل شوي او ټپیان شوي دي."

ښاغلي وزیري همدارنګه وویل چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې وسله‌والو مخالفینو په غور، فاریاب، بدخشان، میدان وردګ، کندهار، پکتیا او يو شمېر نورو ولایتونو کې ډېرې حملې وکړې، خو د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا له سختې ماتې سره مخ شول او زیات کسان‌يې ووژل شول.

سرچینه: پر ګرشک ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې یوه قرارګاه سقوط شوې

د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلې

ځیني وکیلان:د هلمند او بدخشان د پېښو لامل د امنیتي ارګانونو کمزوری مدیریت دی

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د سې شنبې په ورځ د پکتیا په ګردېز کې د يوه هوايي برید په نتیجه کې لس تنه وسله‌وال مخالفین او په وازې ځدراڼ او جاني‌خېلو کې ۲۳ نور وسله‌وال وژل شوي دي چې د حمزه، ابوذر او تایب په نوم قوماندان‌يې هم په‌کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو مخالفینو شااوخوا يوه اوونۍ وړاندې د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې پر يوې نظامي اډې له څلورو خواوو بریدونه وکړل چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په‌کې ۲۶ افغان سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور په‌کې ټپيان شول.

سرچینه: د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د طالبانو حملې ۳۰ سرتېري وژلي

وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې په حمله کې یې د ملي اردو ۷۴ سرتېري وژلي او شپږ تنه‌‌یې له وسلو سره بیولي دي.

دا شان د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د فاریاب کوهستان او د غور تېوره ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا ونیول شوې چې وروسته بیا افغان امنیتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته ونیولې، خو د پکتیا ولایت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې لا اوس هم جګړه دوام لري.

د پکتیا چارواکي: د جانيخېلو ولسوالۍ جګړه۶مې ورځې ته وغځېده

افغان چارواکي: د فاریاب کوهستان ولسوالۍ له طالبانو ونیول شوه

چارواکي: د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ طالبانو نیولي

په ورته وخت کې د پوځي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، سره له دې چې په افغانستان کې روانه جګړه سیمه‌يیز ابعاد لري، خو بیا هم افغان امنیتي ځواکونه په مېړانه د خپلې خاورې څخه ساتنه کوي.

عارض: جنګ يو سیمه‌ییز او استخباراتي جنګ دی.

له دې ډلې باري عاض ازادي راډیو ته وویل:

"جنګ يو سیمه‌ییز او استخباراتي جنګ دی، د افغان امنیتي ځواکونو لپاره هم دا يو دروند او ستونزمن جنګ دی، خو افغان ځواکونه تر دې مهاله توانېدلي چې د خپلو ولایتونو او ولسوالیو څخه دفاع وکړي."

ښاغلی عارض وايي، افغان حکومت ته په کار ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو تر څنګ افغان ځواکونه لا ښه تجهیز کړي څو د خپلې خاورې څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.

راپور: واصل وصال