د طبیعي پېښو د مدیریت ملي سیسټم د جاپان په همکارۍ پرانیستل شو

طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت د پېښو د مدیریت لپاره معلوماتي سیسټم پرانیست تر څو د پېښو په اړه دقیق او هر اړخیز معلومات چې د کیفیت او کمیت له مخې د ډاډ وړ وي راټول کړي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک د دغه سیسټم پرانیست غونډې ته وویل چې د دغه سیسټم له مخې د هېواد د لسو ولایتونو په ۵۰ کليو کې پېښېدونکي ګواښونه ارزیابي او د نقشې له مخې ورته عملیاتي پلانونه ترتیبېږي.

ویس برمک

نوموړي زیاته کړه:

"دا پروژه د کابل په شمول په لسو ولایتونو کې د «ای. او. ام» په تخنیکي همکارۍ او د جاپان په مالي مرسته تطبیق شوه په ۱۵ نورو ولایتونو کې د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې تر پوښښ لاندې یې راولي په نورو ولایتونو کې د وزارت له بودجې فعالېږي یعنې راتلونکي کال کې ۳۴ ولایتونه له دې سیسټم څخه برخه‌مند کېږي."

ښاغلی برمک وايي چې دا سیسټم د جاپان په ۹ میلیونه ډالرو مالي مرستې او د کډوالو د نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ بشپړ شو چې کارونه‌یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې پیل شوي و.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې د پېښو د مدیریت دا معلوماتي سیسټم په کابل، تخار، جوزجان، فاریاب، سرپل، هلمند، هرات او بامیانو کې فعال شوی دی.

د دې سیسټم له مخې د پېښو چټکه ارزیابي، د زیان لیدونکو سره پر وخت مرسته، کورنۍ او بهرنۍ پیاوړي اړیکې او داسې نورې چارې مخ ته وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د کابل په سروبي د بغلان په نهرین او اندراب ولسوالیو او د پروان ولایت کې سېلابونو په لسګونو کورونه خراب کړي او یو شمېر اوسېدونکي یې له ځان سره وړي دي.

په دې وروستیو کې په ځینو سیمو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.

د جاپان سفیر چې د دې سیسټم د پرانیستنې غونډې ته‌یې خبرې کولې وویل چې هېواد به‌یې د طبیعي پېښو څخه د پېښېدونکو زیانونو د کمېدو په برخه کې له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي.

میت سو جي سوزوکا وايي:

"جاپان د طبیعي پېښو په برخه کې د اوږدې تجربې له امله په دې باور لري چې د ظرفیتونو په لوړولو سره د زیانونو کچه کمه کړو او د ثبات لپاره د خلکو ژوند وساتو."

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې یو کارپوه صدیق قیام وايي چې حکومت ته په کار دي تر څو د دغه سیسټم څخه د استفادې لپاره مسلکي کسان وګماري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ