دفاع وزارت: تر کوهستان وروسته د تیوره ولسوالۍ نیولو ته چمتووالی روان دی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونه د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې پر تصفیوي عملیاتو بوخت دي او همداراز په غور کې د تیوره ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هم د عملیاتو تابیه نیسي.

دفاع وزارت همدارنګه وايي چې د فاریاب په کوهستان او د بدخشان په تګاب ولسوالیو کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او لاندې شوې سیمې یې ترې بېرته نیولې دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو تېره ورځ د کوهستان ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیوه اود تیوره ولسوالۍ د نیولو لپاره هم ټول تدابیر نیول شوي.

وزیري:د کوهستان ولسوالي بېرته ونیول شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"د کوهستان ولسوالۍ بېرته ونیول شوه او اوس زموږ ځواکونه هلته په تصفیوي عملیاتو بوخت دي، د تیوره ولسوالۍ ستونزه به هم حل شي. د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان په غور کې دی ټول قوتونه منسجم شوي او ان‌شاءالله د هغې ولسوالۍ مشکل به هم حل کېږي."

د همدې اوونۍ په سر کې د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا ونیول شوې، که څه هم افغان ځواکونو د کوهستان ولسوالۍ بېرته ونیوله، خو تیوره ولسوالۍ لاهم د طالبانو په ولکه کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غور د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې ایران وسله‌‌والو طالبانو ته کافي وسلې او مهمات ورکړي او د غور په جنګ او د تیوره ولسوالۍ په سقوط کې مسقیماً لاس لري.

همداراز د سرخط ورځپاڼې راپور خپور کړی چې د سلما د برېښنا بند د ویجاړولو، د پوزه لیچ بند د جوړولو د مخینوي او د داعش ډلې د ځپلو په خاطر د ایران سپاه پاسدارن انقلاب له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په افغانستان کې طالبان تجهیزوي.

د فاریاب او غور سربېره طالبانو په بدخشان، بغلان، هلمند، پکتیا، کندهار، نورستان او ځینو ولایتونو کې خپل بریدونو ته زور ورکړی.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی.

له دې ټولو سره-سره په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی سید عبدالباقي هاشمي بیا ادعا کوي چې د کوهستان په نیولو کې د افغان ځواکونو عملیات بې‌اغیزه و.

ښاغلي هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې کوهستان ولسوالۍ د بهرنیو هوايي ځواکونو په مرسته ولسي پاڅون کوونکو له طالبانو ونیوله.

هاشمي: کوهستان ولسوالي د سیمې پاڅون کونکو نیولې.

نوموړي زیاته کړه:

"ځمکني عملیات ګټور نه‌و ځکه د ولسوالۍ لاره ډېره لیرې وه او که ووایم چې هلته بېخي ځمکني عملیات نه‌و نو زیاتی به مې نه‌وي کړی. بهرنیو هوايي ځواکونو سره ولسي پاڅون کوونکي مرسته وکړه چې هغوی په محاصره کې راګېر سرتېري هم خلاص کړل او ولسوالۍ یې بېرته ونیوله."

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې په افغانستان کې د جګړو شدت درې عمده عوامل لري.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ جنګي موسم، د پاکستان له لوري په دې هدف د جګړې تېزول چې په خبره‌یې ځان د نړیوالو له فشارونو خلاص کړي او د مدیریت ضعف هغه عوامل بولي چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی.

راپور: محمد حدیث پردېس