د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

چارواکي: د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ طالبانو نیولي


د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت کوهستان ولسوالي وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بېدار ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د شپې پر درې بجې پر یادې ولسوالۍ حمله وکړه.

بېدار زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو نیمه شپه د والسوالۍ مرکز خوشې کړی چې وروسته وسله‌والو طالبانو نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونو د کوهستان ولسوالۍ د مرکز تر پرېښولو وروسته په یوه کلا کې ځای پر ځای شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د غور ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت تیوره ولسوالۍ هم نن سهار د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د غور والي غلام ناصر خاضع د یاد خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دغې ولسوالۍ د ژغورلو لپاره په شمال کې له ظفر قول اردو څخه مرسته غوښتې، خو پر وخت د مرستې د نه‌رسېدو له امله ولسوالي وسله‌والو طالبانو ونیوله.

نوموړي زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو له دوو طرفونو د ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې چې تر دا مهاله‌یې د تلفاتو شمېر معلوم نه‌دی.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله د دې دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG