د "م.م" عمومي منشي په لاهور کې انتحاري حمله په سختو ټکو وغندله

د پاکستان دوهم ستر ښار لاهور پرون ماسپښین د یوې خونړي ځانوژونکي برید شاهد و.

په دې ځانوژونکي برید کې چې په فیروزپور سیمه کې وشو، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او ۵۴ نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز کې پرونۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده او عدالت ته‌يې د دې برید د عاملانو د راښکلو غوښتنه کړې ده.

انتونیو ګوترس ویلي، د ترورېزم پر وړاندې د پاکستان د حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف دا برید وغنده او له پوځ‌يې غوښتي چې په دې حمله کې ټپي شویو کسانو ته هر ډول مرسته او اسانتیاوې برابرې کړي.

د لاهور ښار د پولیسو مرستیال قوماندان حیدر اشرف وویل، لومړني معلومات ښيي چې ځان‌وژونکي برید د یوه موټرسایکل په‎واسطه کړی دی.

دی وايي:

"په فیروزپور سرک د تأسف وړ پېښه شوې ده. د برید هدف پولیس او ملکیان وو. د تحقیقاتو لومړنۍ پایلې ښيي چې برید د یوه موټرسایکل په‎واسطه شوی دی."

د پاکستاني رسنیو ویلي چې په پرونۍ حمله کې ۹ پولیس هم وژل شوي دي.

د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وویل، دا برید هغو حکومت ضد ډلو کړی دی چې د پاکستان د بې‌ثباته کولو هڅې کوي.

پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان په پنجاب کې د پروني ځان‌وژونکي برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پنجاب مرکز لاهور په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر خونړیو چاودنو شاهد دی.

د روان میلادي کال په پیل کې یوې انتحاري حملې د پولیسو ۱۶ سرتېري او افسران ووژل.