په پکتیا کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه ضد او نقیض راپورونه

په داسې حال کې چې د پکتیا په ځاځي اریوب او احمد ابا ولسوالیو قومي مشران په ټینګار سره وایي چې داعش ډلې د دوی په سیمو کې جلب او جذب پیل کړی، خو د پکتیا امنیتي چارواکي بیا دا ادعا بې‌بنسټه بولي.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال بریالي عبدیاني د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی ته هم له ځینو سیمو د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه راپورونه ور رسېدلي وو، خو د ده په خبره د کشفي ادارو له پلټنو وروسته دا ثابته شوه چې داسې څه نه‌شته او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه دي.

جنرال عبدیاني زیاته کړه چې دوی په خپلو ټولو سیمو حاکم دي او د داعش د فعالیت لپاره کوم امکان نه‌دی موجود.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې ولايت کې د داعش فعاليتونه نه‌شته، ګنګوسې وې چې داعش په ځاځي اريوب، پټان او جاني‌خېلو ولسوالیو کې جلب او جذب کوي، خو زموږ کشفي ارګانونه معلومات راکوي چې هېڅ نه‌شته او داسې کوم ښکاره پروګرام او رسمي فعاليتونه نه‌شته او نه‌يې جلب او جذب روان کړی دی."

تر دې مخکې د ځاځي اریوب او احمد اباد ولسوالیو قومي مشرانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ټینګار سره وویل چې داعش ډله د دوی په سیمه کې جلب او جذب کوي او ځیني کسان‌یې جذب کړي هم دي.

دغه قومي مشران چې موږ یې د امنیتي ملحوظاتو په خاطر نومونه او غږونه خپاره نه‌کړل، ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو اوس او س د دوی په سیمه کې کوم اووه کسان چې وژلي هغه د داعش له‌خوا جذب شوي وو، خو د پکتیا امنیتي چارواکي بیا وژل شوي کسان له طالبانو سره تړلي بولي.

د پکتیا امنیه قوماندان په دغه ولایت کې د داعش فعالیت ناممکن بولي او دا ځکه چې د ده په وینا په ولایت کې قومي جوړښتونه داسې دي چې هېڅ یوه وسله‌واله ډله هلته فعالیت نه‌شي کولای.

ده وویل د داعش په وړاندې د خلکو حساسیتونه هم دا ښیي چې دغه ډله دلته ځان ته ځای نه‌شي جوړولای.

«داعش دلته ځان نه‌شي ټینګولای»

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم د داعش په وړاندې د ولس حساسيتونو ته اشاره کوي او وايي چې داعش به کله هم په دغه ولايت کې خپل اهداف ترلاسه نه‌کړای شي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل وویل:

"دا د ولس غوښتنه ده چې د داعش په مقابل کې درېږي او په پکتيا کې به داعش وسله‌وال هېڅ ډول نتيجه ورنه‌کړي او بل له حکومته مو دا غوښتنه ده چې د هرې وسله‌والې ډلې په خلاف قوي تدابير ونيسي او د ولسونو لپاره امنيت خوندي کړي."

د داعش په وړاندې دا حساسیتونه په داسې حال کې ښودل کېږي چې همدا اوس د دې ولایت په ځینو سیمو کې طالبان فعالیت کوي.

د ولایتي شورا د غړو په وینا طالبانو هم ویلي دي چې دوی به په دغه ولایت کې د داعش د فعالیتونو مخه ونیسي او په وړاندې به‌یې جګړه وکړي.

د پکتیا د قومي مشرانو او د امنیتي چارواکو تر منځ د ادعا او انکار دا لوبه په داسې حال کې روانه ده چې په ګاونډي ولایت ننګرهار کې داعش پراخې سیمې لاندې کړي دي.

کتونکي د کونړ ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش د فعالیتونو پیل ته په اشارې چې د ننګرهار په ګاونډ کې پروت دی، وایي، دا له امکانه لیرې نه‌ده چې د دې ډلې وسله‌وال نه‌یوازې پکتیا، بلکې لوګر او پکتیکا ته هم خپل فعالیتونه پراخ کړي.

راپور: داود تپان