د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ملي ارمان: د نړیوال خلافت لپاره د داعش ادعا، خام خیال دی


کابل چاپ ورځپاڼو نن د داعش ډلې د فعالیتونو او په را وروسته کې د دوی د ځپنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې په دې اړه لیکلي، په افغانستان کې چې داعش ډله له کومې ورځې راټوکېدلې شکونه یې په اړه راپورته شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې شاوخوا درې کاله وړاندې د داعش ډلې د ځینو جنګیالیو د راتلو راپورونه ورکول کېدل او د سرمقاله لیکونکي په وینا همغه مهال د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو او مدني خوځښتونو په افغانستان کې د داعش فعالیت اندېښمنونکی بللی و.

په سرمقاله کې د یادو ادرسونه په حواله راغلي چې دوی به ویل، دغه ډله له قوي بهرني ملاتړه برخمنه ده او کوم داعش جنګیالي چې افغانستان ته راځي فوق العاده زیات مالي او پوځي امکانات لري.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

باید د داعش ډلې د فعالیت د پراختیا او دوی ته د تبلیغاتو بهیر بند شي ځکه د ده په باور د دې ډلې د ځواکمنتیا لامل بهرنی ملاتړ او پراخ تبلیغات دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال نیکلسن ویلي چې په تېر یو کال کې د امریکا او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش د خراسان ولایت ډله دېره ځپل شوې او د دېرو قوماندانانو په ګډون د یادې ډلې درې مشران هم وژلي دي.

په مطلب کې راغلي چې جنرال نیکلسن ویلي، موږ د جولای په ۱۱ مه په کونړ کې د داعش ډلې د خراسان ولایت امیر ابوسعید په هوايي برید کې وواژه.

د نوموړي په وینا دا د تېر یوکال په ترڅ کې د داعش ډلې درېیم امیر دی چې موږ د خپلو افغان ملګرو په همکاری وژلی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې جنرال نیکلسن ویلي، د داعش پر وړاندې عملیات به د یادې ډلې تر بشپړې ماتې پورې روان وي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په یوې مقالې کې لیکلي چې داعش ډلې تر ډېره د ځوانانو له مجبوریتونو استفاده کړې او دوی یې د خپلو اهدافو وسیلې ګرځولې دي.

خو مقاله لیکونکی په دې باور دی چې د نړیوال خلافت لپاره د داعش ډلې ادعا یوازې یو خام خیال دی او بس.

XS
SM
MD
LG