د پروان بزګران: د "بدیل معیشت" په نوم پيسو دوی ته ګټه نه‎ده رسولې

د پروان ولایت ډېری بزګران په دې نظر دي چې د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له‎خوا د "بدیل معیشت" په نوم ځانګړو شويو پيسو دوی ته ګټه نه‎ده رسولې.

د پروان ولایت بزګران په داسې حال کې دا شکایت کوي چې څه موده مخکې د دې ولایت د مخدره موادو سره د مبارزې ریاست اعلان کړی و چې د افغانستان حکومت ځکه یو میلیون امریکايي ډالر دې ولایت ته په امتیازي توګه ځانګړي کړي چې په دې ولايت کې د کوکنارو کښت صفر شوی او دا پيسې به د زراعت په برخه کې ولګول شي.

په دې اړه د پروان ولایت د مخدره موادو سره د مبارزې رئیس عبدالمنیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په دې پيسو يې د بزګرانو لپاره بېلابېلې پروژې عملي کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموعي توګه تر یو میلیون ډالرو زیاتې پیسې په بزګرو پورې اړه لري چې په دې پيسو سره به واړه پروګرامونه لکه د بندونو او اوبو لګولو کانالونه جوړول، د مرغدارۍ د فارمونو جوړول، د کشمشخانو او سړو خونو جوړول او همداراز د باغوانانو لپاره د انګورو د چیلو جوړول په‎کې شامل دي، ځکه بزګران زیانمن شوي او دا د دوی لپاره بدیل او مرسته ده."

خو د پروان ولایت ځیني بزګران بیا وايي، په دې اړه نه له دوی سره مشوره شوې او نه هم په دې ولایت کې پروژې د دوی په خوښه عملي شوې دي.

دوی وايي:

"له موږ سره هېڅ مرسته نه‎ده شوې، موږ غنم کرو، جواري کرو، دولت موږ ته هېڅ ډول پاملرنه نه‎کوي، موږ ډېرې ستونزې لرو، موږ ته‌یې سړې خونې نه‎دي جوړې کړې، موږ ته‌یې هېڅ ډول اسانتیاوې نه‎دي برابرې کړي."

"زما نوم فهیم دی، د پروان ولایت یو بزګر یم. تر دې دمه د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له لوري له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه‎ده شوې، موږ ته هېڅ ډول کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه نه‎دي راکړل شوي."

خو په ورته وخت کې د پروان ولایت د مخدره موادو سره د مبارزې مسؤلین وايي چې د کوکنارو د بدیل په توګه په سترو عام‌المنفعه انکشافي پروژو بوخت دي.

ښاغلی رحیمي وايي چې تر سل میلیونو زیاتې افغانۍ یې د سړو خونو جوړولو، د اوبو بندونو جوړولو او دې ته ورته نورې پروژې د قرارداد په حال کې دي چې بزرګرانو ته به‌يې ډېره ګټه ورسېږي.

نوموړی زیاتوي:

"زه هغه موضوعات ردوم چې بزګران‌یې په اړه خبرې کوي، دا خبرې هېڅ اساس نه‎لري، دا مهال په پروان ولایت کې د سلو میلیونو افغانیو بودجه لرو چې د مصرفولو په حال کې ده او دا ټولې د بدیل معیشت پیسې دي. موږ هم د کرنې او هم له مخدره موادو سره د مبارزې وزارتونو ته خپل وړاندیزونه درلودل چې په پروان ولایت کې بزګرانو ته یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي، خو له بده مرغه چې دا وړاندیز رد شو، ځکه چې پر دې خونه باندې له یوه میلیون امريکايي ډالرو څخه زیات لګښت راته، خو موږ دا مهال د بزګرانو لپاره وړې پروژې لرو."

د پروان حکومتي چارواکي وايي، د کوکنارو کښت په دې ولایت کې صفر شوی دی، خو بيا هم په دې ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله په مخدره موادو باندې د روږدو کسانو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي.

راپور: احمد هنایش