د کندز ولایت یو شمېر مدني فعالان له حکومته غواړي چې د یاد ولایت ناامنیو ته جدي پام واړوي.
د یادو مدني فعالانو له ډلې محمدرفیق کاکړ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کندز د امنیتي وضعیت پر وړاندې د دولت بېپروایي، نوره د زغملو نهده.
د ده په خبره د کندز ولایت اوسنی امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی او که پام ورته ونهشي، دوی به له مرکزي حکومت سره اړیکې پرې کړي.
دی وايي:
"که د شمال او په تېره د کندز ولایت امنیت ته رسېدنه ونهشي، موږ نور چوپ نهشو پاتې کېدای. موږ له مشرانو او مخورو سره دا پرېکړه کړې چې له مرکزي حکومت سره اړیکې وشلوو."
بلخوا د کندز اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي سره له دې چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو وايي چې له مرکزي حکومت سره د اړیکو پرېکون نهغواړي.
د کندز د ولایتي شورا مرستیال توریالی کاکړ وايي، د مدني ټولنو څو کسه فعالان نهشي کولای چې د کندز د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
ښاغلی کاکړ وايي:
"دا د دوی شخصي نظر دی، دا د هر هېوادوال حق دی چې د خپل حق څخه دفاع وکړي، خو له موږ سرهیې تماس نهدی نیولی، هغه بله ورځ د دفاع وزیر او امنیتي مرستیال او د ملي امنیت مرستیال راغلي وو، موږ سره په تماس کې دي، موږ اصلاحات غواړو، نه د اړیکو پرې کول."
کندز ولایت له درې کلونو راهیسې ناامنه دی.
د دغه ولایت ځینې برخې یو ځل بیا د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورغلې دي.
که څه هم حکومت څو ځلې په دغه ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات کړي، خو راپورونه وايي چې مخالفین اوس هم د کندز ښار په شااوخوا کې فعاله دي.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، کندز ولایت ته نوي ځواکونه استول شوي، عملیات پهکې پیل شوي او ښه نتیجهیې هم ورکړې ده.
وزیري وايي، کندز ولایت ته نوي ځواکونه استول شوي
وزیري زیاته کړه:
"دفاع وزیر سپارښتنه کړې چې کندز ته جدي تدابیر ونیول شي او د دښمن تر لهمنځه وړلو پورې دې، عملیات ترسره شي. موږ ښه عملیات لرل، دښمن ته تلفات رسېدلي او دغه عملیات اوس هم روان دي."
د پوځي چارو پوهان د کندز د ناامنۍ وجه بېلابېل لاملونه ګني.
کارپوه صدیق ساحل وايي، د مخدره موادو قاچاق کوونکي، ناپېژانده وسلهوال او د کانونو مافیا، د دغه ښار په روانو ناامنیو کې برخه لري.
راپور: خان محمد سیند