عبدالله: تمه ده د کابل لپاره په نوي امنیتي پلان کې نیمګړتیاوې لیرې شي

افغان امنیتي ځواکونو د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت لپاره، د کابل د ولایتي شورا په مشوره، د یو ګډ پلان جوړول پیل کړل.

په دې مناسبت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کابل ګارنېزیون، ملي امنیت، د ملي پولیسو او د کابل د ولایتي شورا مسؤلینو، یوه ګډه مشورتي ناسته جوړه کړې وه.

غونډې ته د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امنیتي ځواکونو تر منځ په همغږۍ او له امنیتي ځواکونو سره د خلکو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل، امینتي ځواکونه باید لا هڅه وکړي چې په کابل ښار، ولسوالیو او نورو سیمو کې د ناامنیو مخنیوي ته، تدابیر جدي کړي او په دې سره به خلک پر امنیتي ځواکونو باوري شي.

ښاغلي عبدالله په هېواد کې د روانو نا امنیو لاملونه داسې په ګوته کړل:

"په دې کې شک نشته چې هڅې شوي او کېږي خو په دې هم باید ټول قانع اوسو چې په کارونو کې نیمګړتیاوې شته، یوه یې د هغو بسټونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی چې د امنیت مسؤلیت پر غاړه لري او بله د خلکو له استازیو سره د امنیتي ځواکونو د اړیکو نشتوالی دی."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه باید په نوي امنیتي پلان کې، دغه نیمګړتیاوې له‌منځه یوسي.

اجرائیه رئيس دا هم وویل چې د کابل ښار وروستۍ پېښې به چې خلکو ته په‌کې د سر و مال زیان ورسېد، وارزول شي او د قانون له سرغړونکو سره به‌یې قانوني چلند وشي.

مجروح: د کابل وروستۍ پېښې ۷ تنه وژلي او ۱۱۹یې زخمیان کړي

عامې روغتیا وزارت: د کابل مظاهره کې ۴ تنه وژل شوي اته ټپیان دي

ده دا هم وویل، اعتراض او مظاهرې د خلکو قانوني حق دی، امنیتي ځواکونه مکلف دي چې امنیت‌یې خوندي کړي او اعتراض کوونکو ته هم په کار ده چې قوانین تر پښو لاندې نه‌کړي.

دغه ناسته په داسې حال کې جوړېږي چې د جوزا د میاشتې په لسمه د کابل ښار زنبق واټ څلور لارې ته څېرمه په ټانکر بم چاودنه کې څه باندې یو سل او پنځه کسان ووژل شول او شااوخوا څلورسوه ټپیان شول.

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰یې ټپيان کړي

جنرال افضل امان

د اجرائیه رئیس له سپارښتنو وروسته یاده امنیتي مشورتي غونډه له مطبوعاتو پټه ترسره شوه او په پای کې د کابل ګارنېزیون سرپرست جنرال افضل امان، د امنیتي ځواکونو، او د کابل د ولایتي شورا د مسؤلینو تر منځ د شویو بحثونو په هکله وویل:

"زموږ د دغې غونډې هدف دا و چې په کابل کې امنیت او ثبات ټینګ کړو، ګواښونه معلوم کړو، د دندو د وېشلو لپاره کره پلان ولرو او پرېکړه مو وکړه چې د دې ډول غونډو موضوع‌ګانې له ټولو کابل ښاریانو سره شریکې کړو."

افغان کارپوهان د دې ډول پلانونو جوړول بې‌ګټې نه‌ګڼي، خو ټینګار کوي چې په سمه توګه پلي شي.

باري عارض

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل:

"دلته امنیت لږ څه ټکنی دی، باید د دې پر وړاندې دولتي ارګانونه یو عمل تنظیم کړي، هڅه به وشي چې دا پلان تطبیقي اړخ ولري، که سل په سلو کې پلی نه‌شي او د امنیت په لار کې یوګام وي، دا هم یوه لویه خبره ده."

که څه هم د کابل د ولایتي شورا ځینو غړو د کشفي او استخباراتي ارګانونو پر کمزوریو انتقاد وکړ، خو د امنیتي ارګانونو مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د کابل ښار او ولایت نوی امنیتي پلان به، د درې‌ګونو امنیتي ځواکونو په همغږۍ او ګډو هڅو سره په جدي توګه پلی کړي.

راپور: خان محمد سیند