د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ګارډین: د «پناهي» وژل کېدو د دوو خوندو ژوند بدل کړ


واشنګټن پوست ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله لیکلي چې عنوان یې دی، د اوباما تر بدې معاملې وروسته ټاکل شوې امریکایې بلک هاوک الوتکي د افغانستان په هوایي ځواک کې د روسي هلیکوپترو ځای ونیسي.

د لیکوال په خبره د بارک اوباما په ادارې کې پنتاګون په مختلفو ډولونو ویلي وو چې پر روسیې د موجودو جزایي تحریمونو سره سره د روسي هلیکوپټرو د اخیستلو په برخه کې د اوباما د ادارې پریکړه یوه بده معامله وه.

د ورځپاڼي په لیکنه د ټرمپ په ادارې کې د پنتاګون په لومړني راپور کې چې د کانګرس په غوښتنه جوړ شوی وو، راغلي، روسي مې ۱۷ ډوله الوتکي ځیني ستونزي لري او د افغانستان په اوږدمهاله جګړو کې ناکامې دي نو ځکه به امریکایي یو اچ ۶۰ بلک هاوک الوتکي د هغو ځای ونیسي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي د اوباما اداره د خپل کار په وروستیو اونیو کې د روسي الوتکو په ناکامۍ پوه شوه او دا توافق یې لغو کړ.

د پنتاګون هغه راپور چې تېره اوونۍ د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت په اړه کانګرس ته وړاندي شو، دا تائیدوي چې روسي الوتکي د افغانستان د هوایي ځواک په لوژیستیکي فعالیتونو کې ناکامې وې.

د امریکا دفاع وزارت ویلي په روسي مې ۱۷ ډوله الوتکو کې موجودي ستونزي او د ترمیم ګران بیه چارې یې ددې سبب شوي چې له هغو ډېر کار وانه خیستل شي.

د واشنګټن پوست په لیکنه دا چې پر روسیې د امریکا د بندیزونو سره سره د اوباما ادارې پریکړه وکړه چې د ۵۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت روسي مې ۱۷ الوتکي د افغانستان لپاره وپیري، دلیل یې دا وو چې د امریکا په باور افغانان له روسي الوتکو سره عادت لري او د کار اخیستلو او ترمیم په چارو یې پوهېږي.

ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین روځپاڼي هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې او په هغې کې یې د یوې خور کیسه راخستې چې ورور یې د مې پر ۳۱ په کابل کې په ټانکر بم کې ووژل شو.

مقاله لیکي، حسین پناهي د خپلې کورنۍ یوازینی کس وو چې ډوډۍ یې را وړله.

د لیکوال په خبره د حسین معاش په دې مانا وو چې دوې خوندي یې د ولور په مقابل کې جبري ودونو ته اړ نشي او کشره خور یې وکولی شي خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

ګارډین لیکلي، حسین پناهي ۲۸ کلن شوی وو او د خپلې کوژدې لپاره یې لږ پیسې راټولې کړي وې او ټاکل شوې وه تر روژې وروسته یې کوژده وشي.

حسین په کابل کې د کاناډا په سفارت کې د بریښنا د انجینیر په توګه کار کاوه.

هغه د مې پر ۳۱ کله چې له کاره رخصت شوی او غوښتل یې پر خپل بایسکل کور ته ولاړ شي، په زنبق څلور لاري کې د ټانکر بم چاودني ښکار شو.

لیکوال د حسین د خور راضیې له قوله لیکي چې د حسین په وژل کېدو سره د دوی ژوند د تل لپاره بدل شو.

راضیې ګارډین ته ویلي، د ورور تر مرګ دمخه یې ارمانونه درلودل او غوښتل یې سیاستواله شي، خو د حسین مړینې دا ارمانونه ورڅخه واخستل، ځکه اوس هېڅ ملاتړی نه لري.

XS
SM
MD
LG