د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چین منځګړیتوب ته د ارګ هیله مندي

د افغانستان جمهوري ریاست کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ ته خوشبینه دی او دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره نوی ګټور پیل ګڼي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته که څه هم د دغه پلاوي د راتګ د دقیقې نېټې په اړه څه ونه‎ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د چین په منځګړیتوب د مذاکراتو دا نوی پیل به ښې پایلې ولري.

ښاغلي مینه‎پال وویل چې له دغه پاکستاني پلاوي سره به په پاکستان کې د ترورېزم د مرکزونو او د دغه پدیدې په وړاندې په ګټوره مبارزه خبرې وشي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې موږ هیله‎مند یو دلیل يې دا دی چې زموږ او د پاکستان ترمنځ د مذاکراتو د نوي پړاو په بهیر باندې چین نظارت او څارنه کوي ټولو هغه مسایلو ته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دي، چین به ورته د نظارت کوونکي په توګه رسېدنه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره یو با صلاحیته پاکستانی پلاوی کابل ته سفر وکړي.

له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو د حل په هدف بېلابېل پاکستاني پلاوو افغانستان ته سفرونه کړي خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

وروسته له هغې چې افغان ولسمشر د شانګهای د کلنۍ غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په هدف ملاقات وکړ، نو د چین د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د کابل او اسلام‎اباد د دوه اړخېزو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی دغو ملاقاتونو ته د شک په سترګه ګوري.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادري ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل، تېرو تجربو ته په کتو پاکستان هېڅ‎کله هم د افغانستان په اړه له پخواني بهرني سیاست نه لاس نه اخلي.

ښاغلی ځاځی زیاتوي چې پاکستان په دا ډول تګ راتګ سره نړۍ ته ښيي چې ګنې له افغانستان سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري.

دی وايي:

"د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول د دې هېواد استخباراتي شبکه ای. اېس. ای تر اوسه نه‎ده اماده شوې چې افغانستان سره دوستي وکړي، تر هغه وخته چې پاکستان دې ته اماده شوی نه‎وي او په دوی نړیوال فشار نه‎وي راوستل شوی او دوی اړ کړای شوي نه‎وي چې نور باید له افغانستان سره دښمني بس کړي زه فکر نه کوم چې دغه ډول تګ راتګ دې ګټه وکړي."

ښاغلي ځاځي زیاتوي که چین، امریکا او عربستان په پاکستان فشار راوړي، نو کولای شي چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو کړي.

افغان حکومت باور لري چې وسله‎والو مخالفین په پاکستان کې خوندي پټن ځایونه او د تمویل مرکزونه لري هغه ادعا چې تل د پاکستان له لوري رد شوې ده.

راپور: اکرام الله اکرام