د پاکستان پوځ: داعش کونړ او نورستان کې د پياوړي کېدو په حال کې ده

د پاکستان پوځ ویلي چې د داعش ډله په کونړ او نورستان کې د پياوړي کېدو په حال کې ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو مسؤل ویلي چې په‎دې سیمو کې کافي امنیتي ځواکونه نشته.

تورن جنرال اصف غفور پرون شنبه اکسپرېس نیوز خپرونې ته ویلي چې د ګډو پولو د امنیت د ښه تأمين او ادارې لپاره یې له افغانستان سره پر ۲۶۰۰ کیلو متره ګډ سرحد، د موانع جوړولو کار پېل کړی دی.

جنرال غفور ویلي چې له افغانستان سره نېږدې سرحدي سیمو ته یې اضافي امنیتي ځواکونه هم استولي او پر دې يې خواشیني څرګنده کړې چې د ګډ سرحد د امنیت او ښې ادارې هڅې یوازې د دوی له لوري روانې دي.

تورن جنرال اصف غفور

د هغه په وینا، د افغانستان له لوري، لا هم داسې خالي ځایونه شته چې تروریستانو ته د تګ راتګ زمینه ورکولای شي.

په همدې حال کې د پاکستان یوه لوړ رتبه پوځي چارواکي، د ترکیې انادلو خبري اژانس ته ویلي چې د ډیورنډ پر کرښه د موانع جوړولو په لومړي پړاو کې یې ۴۳ سرحدي پوستې اچولې او ۶۳ نورې هم ځای پرځای کېږي.

دې لوړ رتبه امنیتي چارواکي چې له مطبوعاتو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د ترکیې انادلو اژانس ته ویلي چې دا پوستې به د کوز دیر، باجوړ، موندو اېجنسۍ او خېبر اېجنسۍ په سرحدي سیمو کې جوړې شي.

هغه څرګنده کړې چې د پلان پر اساس به د ډيورنډ پر کرښه د پوځ ۳۳۸ پوستې جوړې شي چې له افغانستانه د تروریستانو د تګ راتګ مخنیوی وشي.

د هغه په وینا، لږ تر لږه ۳۰۰ غیر قانوني لارې شته چې تروریستان له افغانستانه ورباندې تېرېږي او پاکستان کې حملې کوي خو د پاکستان پوځ به دا لارې بندې کړي.

د پاکستان پوځ تېره میاشت اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر ګډه پوله یې د موانع جوړولو کار پېل کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي چارو مسؤل تورن جنرال اصف غفور ویلي چې دا کار په دوو پړاونو کې کېږي.

اوله مرحله یې په خېبر پښتونخوا او فاټا کې پېل شوې او دوهم پړاو به یې په بلوچستان کې پېل شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل حکومت له ډیپلوماټیکو، سیاسي او امنیتي لارو کار کوي چې د پاکستان د دې هڅې مخنیوی وکړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل چې پر ډیورنډ کرښه د موانع جوړولو پرېکړه باید د دواړو خواوو ولسونه وکړي.

ښاغلي لېوال وویل، د پاکستان حکومت په‎دې اړه له کابل سره هم هېڅ مشوره نه‎ده کړې.

د ډیورنډ کرښه په ۱۸۹۳ میلادي کال کې په نښه شوه او په ۱۹۴۷ میلادي کې پاکستان رامنځ شو.