غفور لېوال: پر ډیورند د اغزن سیم د مخنیوي لپاره به په هر انتخاب غور وشي

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د اغزن سیم د غځولو د مخنیوي په هدف به په هر ممکن انتخاب غور وشي.

دا وزارت وايي، د پاکستان له لوري د اغزن سیم د غځولو چارې څاري او د مخنیوي لپاره به‌یې اقدام وکړي.

د دغه وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغان ډيپلوماتیک او امنیتي ارګانونه د پاکستان د دغه اقدام د مخنیوي لپاره په جدیت کار کوي.

د افغانستان د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لېوال

نوموړی وايي:

"د افغانستان د حکومت ډيپلوماتیک او هم امنیتي ارګانونه په جدیت سره د دغې مسئلې مخنیوی کوي او زه غواړم د افغانستان ملت او د سیمې خلکو ته دا ډاډ ورکړم چې افغانستان به هېڅ‎کله هم یو اړخیز اقدام په رسمیت ونه‌پېژني."

ښاغلی لېوال وايي، پاکستاني پوځیانو تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې په مهمندو، باجوړ اېجنسیو او دغه‌شان په جنوبي پښتونخوا کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم د غځولو چارې پیل کړې دي.

پاکستان افغانستان سره پر ګډه پوله د مانع "سد" جوړولو کار پېل کړ

خو دا چې پاکستاني پوځیانو تر اوسه له کومه ځایه تر کوم ځایه پر کرښه اغزن سیم غځولی، ښاغلي لېوال‌یې په اړه ډېر څه ونه‌ویل.

مخکې تر دې افغان ځواکونو څو ځلې د ډیورند کرښې پر اوږدو د دروازو جوړولو پر سر او په بېلابېلو نورو مواردو کې د افغان حکومت په وینا د پاکستان د ښکاره یرغل په وړاندې غبرګون ښودلی چې تر ټولو وروستی مورد یې په سپین‎بولدک کې د لقمان او جهانګیر په سیمو کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وه.

بل‎خوا په کابل کې د پاکستان د سفارت د رسنیو د څانګې مسؤل اختر منیر ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان دا کار د کرښې په اوږدو کې د ترهګرو د اوښتلو، راوښتلو څخه د مخنیوي په هدف کړی دی.

خو د افغانستان د ولسي جرګه اداري پلاوی د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په هدف د یاد هېواد له‎خوا د دې اقدام غندنه کوي.

د دغې جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستانه وغوښتل چې د ترورېستي ډلو د مخنیوي په هدف، د یاد اقدام پر ځای په خپله خاوره کې د وسله‎والو پټن‌ځایونه له‌منځه یوسي او له ملاتړ یې لاس واخلي.

ښاغلی ځاځی د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له پرتو ولسونو غواړي چې چاته اجازه ورنه‌کړي چې سیمې یې په اغزنو تارونو ووېشي.

دی وايي:

"له خلکو نه مو هیله دا ده چې په هېڅ صورت کې اغزن تارونه او دروازې پرې نه‌ږدي، دوی (پاکستان) زموږ له مجبوریته باید استفاده ونه‌کړي، ښه خبره دا ده چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پراته ولسونه په اتفاق شي او چاته اجازه ورنه‌کړي چې رامخکې شي."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې په ننګرهار کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرتو ولسونو د پاکستاني پوځیانو له لوري په کرښه د اغزنو سیمونو د غځولو او دروازو لګولو پر ضد مظاهره وکړه او د پاکستان حکومت دا اقدام‌یې وغانده.

راپور: رحمت‌الله افغان