د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

سرنوشت: پر ډیورند کرښې د موانعو په اړه د افغان حکومت غبرګون بسنه نه کوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ډیورند کرښې په اړه د پاکستاني لوري تازه څرګندونو او دغه شان د پسرلي په راتګ سره په افغانستان کې د جګړې د موسم د پیل او له افغان ځواکونو څخه د مخالفینو د ځپلو هڅو د پراختیا د غوښتنې په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، پاکستان یو ځل بیا هڅه کوی چې د ډیورند کرښې پر ځینو برخو اغزن سیم وغځوي او کټارې ودروي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا د کرښې په ځینو سیمو کې عملي کار هم پیل شوی او پاکستاني لوري ادعا کړې چې دا کار په کابل کې د چارواکو په خوښه او توافق شوی دی.

په سرمقاله کې راغلي چې حکومت غلی دی او دا چاره دې ته لار هواروي چې خلک پر حکومت نور هم بې باوره شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور پر ډیورند د پاکستاني تحرکاتو په اړه د حکومت چوپتیا په طبیعي ډول شکونه او اندېښنې راپیدا کوي.

سرمقاله لیکونکي وړاندې لیکلي، د حکومت اوسنی غبرګون بسنه نه کوي، دا سوړ، کمزوری او ناسم دریځ دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکي چې د پاکستان د پارلمان غړي شاه جي ګل افریدي د هغه هېواد ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، دوی د نوروز له جشن ورسته د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره کتلي او نوموړي په خپلو خبرو کې دغه موضوع یاده کړې ده.

په مطلب کې راغلي، شاجي ګل یادې ورځپاڼې ته ویلي چې عبدالله عبدالله د ډیورند کرښې د رسمي کېدو په تړاو د پاکستان ملاتړی دی.

خو په مطلب کې دا هم راغلي چې د افغان حکومت اجرائیه ریاست دا موضوع رد کړې او ویلي یې چې عبدالله عبدالله نه له کوم پاکستاني پلاوي سره کتلي او نه یې هم په دې اړه څرګندونې کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي خو سر مقاله لیکونکي د مخالفینو پر وړاندې دافغان ځواکونو د چټکو هڅو غوښتنه کړې ده.

هېواد لیکلي، بیا د جګړې او ترهګریزو بریدونو وخت راغلی دی، سږ کال بیا هم د جګړې لپاره مخالفینو ترهګر اروپکي روزلي دي، نو ځکه افغان ځواکونه باید د مخالفینو د ځپلو په هدف خپلې هڅې پراخې کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د افغان ځواکونو د ملاتړ په تړاو لیکلي ده.

سرمقاله لیکونکي د موضوع په تړاو له څلور کلن امنیتي پروګرام نه رانیولې بیا د افغان ځواکونو تر پیاوړي کولو پورې تر اوږدو خبرو ورسته لیکلي، که چېرې شته افغان ځواکونو ته سمه انګېزه ورکړل شي او په سم ډول اکمال او مدیریت شي ډېر ژر به د مخالفینو جنګي ماشین له کار ولوېږي.

XS
SM
MD
LG