ولایتي شورا: د امنیتي ځواکونو خپلمنځي اختلافات به ارزګان سقوط کړي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، که په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو خپلمنځي اختلافات نور هم دوام وکړي شاید دغه ولایت له سقوط سره مخ شي.

د ارزګان د ولایتي شورا یوه غړي عبدالکریم خادم‌زوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو خپلمنځي اختلافات زیات شوي او په خبره‌يې چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړی وايي، که چېرې د دغو اختلافاتو مخه ونه‌نیول شي ارزګان به یو ځل بیا د پخوا په څېر نا امنه شي او ګڼې سمې به‌یې د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

خادم‌زوی وايي دغه اختلافات تر ډېره د ملي پولیسو د يو شمېر کنډکونو او په دغه ولایت کې د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ دي.

خادم زوی: په دې وروستیو کې دوی په خپل منځ کې نښتې هم کړي.

ښاغلي خادم‌زوی زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو په خپل منځ کې وسله‌والې نښتې کړي او لسګونه افغان سرتېرو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده او ګڼې سیمې يې وسله‌والو طالبانو ته پرېښي دي چې دا خپله دښمن ته د راتګ زمینه برابرول دي."

د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې پولیسو او ملي اردو خپلمنځي نښته کړې

چارواکي: ارزګان کې خپلمنځي نښته کې ۴ پولیس ټپيان شوي

عمري: ارزګان کې یوه پولیس خپل قوماندان وژلی

سنګري: ارزګان کې ۱۰۰۰میله سپکې او درنې وسلې ورکې شوي

ښاغلي خادم‌زوی همدارنګه له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې دغه اختلافات دې له‌منځه یوسي او وړ کسان دې پر دندو وګماري.

له دې سره په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یو بل غړی حیات‌الله فضلي هم ورته څرګندونې لري.

نوموړی وايي، په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو ټول اختلافات د واک پر سر دي چې بده پايله به ولري.

ښاغلي فضلي زیاته کړه:

"په ارزګان ولایت کې به تر هغه امنیتي وضعیت سم نه‌شي کله چې د دغه ولایت خلکو ته واک په لاس کې ورنه‌کول شي، د بل ولایت سړی دغلته قومانداني نه‌شي کولای او نه هم خلکو ته کار کولای شي."

ښاغلي فضلي همدارنګه وویل چې د ترینکوټ ښار څنډو ته ۱۱ میاشتې مخکې د وسله‌والو طالبانو راتګ هم د افغان امنیتي ځواکونو د خپلمنځي اختلافاتو له امله وو.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار څنډو ته ۱۱ میاشتې مخکې هله جګړه راورسېده کله چې ۹۵ پوستو پرته له کوم مقاومت څخه سیمې وسله‌والو طالبانو ته خوشې کړې.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له هغو مسؤلینو سره چې د ولایتي شورا تر نیوکو لاندې راغلي نظر واخلو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

چارواکي: د ارزګان چورې ولسوالۍ کې ۳۳ پوستو سقوط کړی

د ارزګان ۱۳ امنیتي پوستې ولې له مقاومت پرته سقوط شوي؟

چارواکي: ارزګان کې له مقاومت پرته طالبانو ته ۴ پوستې خوشې شوي

په ورته وخت کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست رحمت‌الله صدیقي د ولایتي شورا دغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګنې د دوی په منځ کې اختلافات شتون لري.

نوموړی وايي چې دوی په خپل منځ کې پوره همغږي لري او دا د دښمن تبلیغات دي.

صدیقي: دا د دښمن تبلیغات دي.

ښاغلی صديقي وايي:

"دا چې هر څوک وايي چې دوی په خپل منځ کې اختلافات لري دا زه په کلکه ردوم، موږ ټول وخت سره یو یو او هېڅکله به سره بېل نه‌شو، موږ ټول وخت تر یوه بیرغ لاندې ژوند کوو او د هغه تر سیوري لاندې ځو."

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي و چې په دغه ولایت کې ځکه افغان ځواکونه د دښمن په وړاندې پرمختګ نه‌شي کولای چې په خبره‌يې دوی په خپل منځ کې پوره همغږي نه‌لري.

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې له تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو او د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي چې د مسؤلینو په خبره لاهم وسله‌وال طالبان د ولایت مقام ودانۍ په دوه کېلومترۍ کې شتون لري.

راپور: شریف‌الله شرافت