پکتیا مېشتي کوچیان: زموږ په نوم راغلي امتیازات نه‌ را رسېږي

په پکتیا کې کوچيان او د کوچیانو مشران وایي، د دوی په نوم ورغلي امتيازات په خپل وخت نه ورسېږي او په هغو ساحو کې چې دوی پراته دي، هم له پامه غورځول شوي او په خبره يې، د دوی په نوم ځانګړي شوي امتیازات د مشخصو کسانو جیبونو ته ځي.

په پکتيا کې د کوچيانو د سمون لوی رياست له لوري، د دوی د ستونزو د حل په موخه بېلابېل ټيمونه په دې توانېدلي چې په بېلابېلو برخو کې د دغه قشر ستونزې درک او اړوندو ادارو ته وړاندې کړي.

د کوچیانو د سمون لوی ریاست د څېړنې د برخې متخصص ډاکتر حفیظ‎‎الله وايي چې دوی په دغه ولايت کې د خپلو څېړنو پر اساس د کوچيانو ستونزې معلومې کړي.

نوموړي وویل:

"اصلي هدف په دريو برخو باندې تمرکز و چې هغه د کوچيانو اړوند دي، کوچيان په هغو برخو کې ستونزې لري چې هغه د معارف، روغتيا او مالدارۍ برخې دي، کوچيانو په دې برخو کې لويې ستونزې لري، د کوچيانو د سمون لوی رياست اجرائيوي صلاحيت نه لري، خو د دوی ستونزې مو واورېدې او ريسرچ مو وکړ او د دغو ستونزو د هواري لپاره به‎يې اړوندو ادارو ته وسپارو."

د ده په خبره، د کوچیانو مالدارۍ له دې امله زیان لیدلی چې ځمکې او څړځایونه یې زورواکو غصب کړي او له دې ورهاخوا، د حیواني روغتیایي مرکزونو نه‎شتوالی ‎يې هم د مالدارۍ لپاره لويه ستونزه ده.

د کوچيانو مشران وایي، د پوهنې او روغتیا په برخو کې شته ستونزو د دوی ژوند تریخ کړی او حکومت ورته په دې برخو کې هېڅ هم نه‎دي کړي.

د دوی یوه تن قومي مشر حاجي عزیزخان وويل:

"د معارف په باره کې ډېره ستونزه لرو، نه سيار مکتبونه لرو او نه ځایي، له راسره شوي کمکه محروم پاتې يوو، نه تعليم شته، نه تربيه شته او نه کلينیکونه لرو، له اندازې زياته ستونزه په دې برخه کې لرو چې د ۵۰۰ روپو نسخه د يوه مريض لپاره له ډاکتر څخه را اخلو ۲۰۰۰ د موټر په کرايه ورکوو."

ده زياته کړه، د دوی په نوم راغلي امتيازات دوی ته ځکه نه رسېږي چې دوی ورباندې يا خبرېږي نه او يا هم اداري کسانو ترې ګوښې ته کړي وي او په خبره‎يې چې حکومت دې د دوی د ستونزو هواري لپاره يوه برنامه جوړه کړي.

مدني فعاله او د ځوانانو د پارلمان غړې رحيمې نيازۍ وويل چې د کوچيانو په نوم يو شمېر ځانګړيو شويو پروګرامونو څخه نور خلک استفاده کوي.

دې زیاته کړه:

"هغه مرستې لکه بورسونه چې هر کال له ۱۲ نيولې تر ۱۵ د کوچيانو لپاره راځي، زه شاهده يم چې تر اوسه پورې يو هم کوچي ته نه‎دی ورکړل شوی، نه کوم کوچی ورور يا خور په دغو بورسونو چېرته تللي او بل هغه مرستې دي چې د دوی په نوم راځي او حقدارو ته نه دي ورکړل شوې."

کوچيان دا شکايتونه په داسې حال کې کوي چې د پکتيا مرکز ګردېز په اړوندو سيمو، ولسواليو او لرو پرتو دښتو کې زيات شمېر کوچيان دېره دي او د چارو د کارپوهانو په خبره، سيار کلينکونه او روغتونونه نه‎لري.

راپور: داود تپان