د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

کوچیان وايي د ژوند له لازمو اسانتیاوو بې برخې دي


په لوګر کې مېشت کوچیان وايي چې دوی نه یوازې د ژوند هغه لومړنی اسانتیاوې لکه روغتیايي کلینیک، ښوونځی، د څښاک پاکې اوبه او د اوسېدو لپاره کورونه او سرپناوې نه لري، بلکې د دوی مېلې او څړځایونه هم د غاصبینو، ځايي خلکو او زورواکو لخوا لاندې شوي دي.

د کوچیانو یو تن قومي مشر عبدالحبیب ازادي راډیو ته د دوی ستونزې او غوښتنې داسې ښيي:

"د کوچیانو څړځایونه غصب شوی دي، د کوچي کلینیک نشته، د کوچیانو لپاره مکتب نشته، د کوچي لپاره سرپناه نشته، که په شمالي افغانستان کې د کوچیانو تاریخي ځایونه او څړځایونه وو، هغه هم غاصبینو لاندې کړل، دا ملک د مالدارۍ ملک دی، که د کوچیانو مالداري ختمه شي، بیا به افغانستان له سترو ننګونو سره مخامخ شي."

د کوچیانو یو بل تن ځايي مشر عبدالولي وايي چې د دوی د کوچیاني ژوند ساحه ډېره تنګه شوې ده:

"فکر وکړه د کچیانو کیږدۍ دي، رمې يې دي، په دې ژمي کې هلته ښکته په پاکستان کې هم جنګونه دي، دوی نشي کولای چې هلته ولاړ شي او دوی لپاره باید کم از کم د مال او څړځایونه لپاره هغه سیمې چې له ابا او اجدادو ورته پاتې وې هغه مصونې شي، تاسو اوګورئ په وردګو کې، په دایمرداد کې، په بهسودو کې په خپله په لوګر کې، په خوست کې، په هلمند کې، په نیمروز کې دوی له یو عالم ستونزو سره مخامخ دي."

د لوګر والي حلیم فدايي د کوچیانو غوښتنې پر ځای بولي، خو د دوی د ځمکو او څړځایونو په باب وايي چې کوچیانو ته فرماني ځمکې ورکړل شوي او پرته له دې چې حکومت دوی ته د ځمکو حدود او نور تعین کړي دوی په کې اړولي دي:

"کوچیان هم لږ نور لوګریان یا نور افغانان حق لري چې هغوی سرپناه ولري، ځمکه ولري، ځای ولري، صحي سهولتونه، تعلیمي سهولته او نور چې کوم عام افغانان يې لري، باید ويې لري، د کوچیانو هغه اساسي ستونزه په ځینو سیمو کې بیا هم داده چې هغه ځمکې چې د یو فرمان په نتیجه کې ورکړل شوي دي، تصفیه شوي نه دي او بیا له سروې او تصفیې وروسته د یو منظم پلان له لارې دوی ته نه دي ویشل شوي، نو اکثره دوی په خپله له فرمان وروسته تللي او په هغو ځمکو کې يې اړولي دي."

د لوګر والي زیاتوي د کوچیانو اساسي ستونزه داده چې دوی ته ورکړل شوې ځمکې د یو اساسي او منظم پلان له مخې نه دي ویشل شوي، ولایتي ادارې په دې اړه په یوه طرحه کار کړی چې په راتلونکو ورځو کې به يې ولسمشر ته ولېږي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG