ارګ د پاکستان ادعا چې وايي هند د پاکستان پرضد افغانان کاروي، رد کړه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، داسې ثبوت او شواهد نشته چې ګنې هند د پاکستان پر ضد له افغانانو یا د افغانستان له خاورې څخه کار اخلي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پاکستان دا ادعا رد کړه.

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

"افغانستان به هېڅکله یوه هېواد ته هم دا اجازه ورنه‎کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د افغانستان له خاورې یا له ملته ګټه واخېستل شي. متأسفانه پخوا تر دې له غریب افغان ولسه چې د پوهې کچه یې ټیټه وه، پاکستان تل د ابزار په شکل کار اخیستی او د خپل هېواد او خپل ملت په وړاندې یې جنګولي دي. افغانستان اوس نه هغه ماشوم هېواد او نه دا فکر لري چې د یوه هېواد په ګټه د بل هېواد په وړاندې وکارول شي."

د ولسمشر د مرستیال ویاند له دې څرګندونو څو ساعته مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا پر هند تور ولګاوه چې د پاکستان پرضد او د افغانستان او پاکستان د اړیکو د زیانمنولو او سبوتاژ لپاره له افغانانو کار اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا

دی وايي:

"نن هند یوه غیر مستقیمه لوبه په افغانستان کې پیل کړې. هند د پاکستان پرضد په اقداماتو کې او همدا راز د پاکستان او افغانستان د اړیکو د سبوتاژ لپاره له افغانانو څخه کار اخلي."

ښاغلي زکریا همدا راز وویل چې افغانستان او پاکستان پر ترورېزم د بریا لپاره په خپلو کې همغږۍ ته اړتیا لري.

د زکریا د څرګندونو په ځواب کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد وویل، پاکستان تر دې دمه هغه ژمنې چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې یې کړي، نه‎دي عملي کړي او زیاته یې کړه، د افغانستان هیله دا ده چې پاکستان هغه څه چې وايي، په عمل کې پلي کړي.

افغان چارواکي وايي، پاکستان د تروریستانو ترمنځ توپیر کوي او د هغو تروریستي ډلو په وړاندې رښتینې مبارزه نه کوي چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې مرګونې حملې کوي.

کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

غني: د کابل وروستي موټر بم چاودنه کې شااوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي

کابل د اسلام اباد وروستۍ ادعاوې رد کړې

زکریا: د افغانستان د ناامنیو تر ټولو زيات اغېز پر پاکستان کېږي

په کابل کې د تېرې اوونۍ له خونړي برید وروسته د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وویل چې دا برید په پاکستان کې دېره حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتو ISIپه مرسته کړې خو دا ادعا د اسلام‎اباد له‎خوا رد شوه.

دانش: حقاني شبکې په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې غولونکې هڅه ده

ولسمشر غني د کابل د پروسې په غونډه کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه وویل چې په دې حمله کې څه باندې یو نیم سل کسان وژل شوي او له څلور سوو زیات ټپیان دي.