د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

کابل د اسلام اباد وروستۍ ادعاوې رد کړې


کابل د اسلام اباد هغه ادعا ردوي چې وايي د افغانستان حکومت د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې لویه او خونړۍ چاودنه حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې په مرسته ترسره کړې او وايي چې په دې برخه کې کره شواهد شته.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل پاکستاني سیال نفیس زکریا هغه وینا رد کړه چې وايي، پاکستان باید په افغانستان کې د ناکامیو مسؤل ونه ګڼل شي.

شکېب مستغني.
شکېب مستغني.

نوموړي زیاته کړه:

"دا پاکستان دی چې د ترورېزم پرضد مبارزه کې نه یوازې ناکام دی بلکې زغرده او قاطع اراده نه لري، د تروریستي ډلو ترمنځ توپیر کوي او تروریستي ډلې په ښو او بدو ویشي او پاکستان تل دا کار کړی دی."

د چهارشنبې ورځې له خونړۍ حملې وروسته د ملي امنیت عمومي ریاست وویل کره شواهد ورسره شته چې دا حمله حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې ISI په مرسته کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا پرون په اسلام اباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د ترورېزم پرضد په مبارزه کې تر ټولو زیاته قرباني ورکړې او د افغانستان په سوله کې تر هرچا زیاتې ګټې لري:

نفیس زکریا.
نفیس زکریا.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانستان بې بنسټه ادعاوې ردوو، د ملامتۍ دا لوبه د سولې له هڅو سره مرسته نه کوي، پاکستان د ترورېزم له ګواښ څخه زیانمن شوی او موږ د ترورېزم پرضد جګړه کې بېسارې قرباني ورکړې دي، پاکستان د افغانستان په سوله او ثبات کې تر ټولو زیاتې ګټې لري."

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا افغانستان دی چې د سیمې او نړۍ په استازیتوب د ترورېزم پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرباني ورکوي.

شکیب مستغني پاکستان ته د اشارې په ترڅ کې وايي، ترڅو چې د تروریستي ډلو ملاتړ کېږي، د ترورېزم پرضد مبارزه نشي بریالۍ کېدای.

کابل له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د پاکستان پر استخباراتو تور لګوي چې د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

کابل د کوټې شورا او د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې حقاني شبکه د خپلې ادعا د ثبوت د مثالونو په توګه یادوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او په ځواب کې هند او په افغانستان کې دیره وسله وال په پاکستان کې د تروریستي حملو مسؤل بولي.

XS
SM
MD
LG