د افغانستان او پاکستان لپاره د مشر د ټاکلو پر سر د داعشیانو تر منځ ستونزې

په هغه لیک کې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د یوه لوړپوړي قوماندان له‎خوا لیکل شوی، راغلي چې په افغانستان او پاکستان کې د دغې ډلې تر منځ د قدرت پر سر ستونزې ډېرې شوې دي.

په دغه لیک کې راغلي، په ځانګړي ډول اختلافات د دغې ډلې د ازبکستاني او پاکستاني غړو تر منځ دي چې ازبکستاني عړي وایي د داعش پاکستاني غړي د هغه هېواد استخباراتي کړۍ «آی اس آی» ته نېږدې شوې دي.

داعش وسله‎وال په ۲۰۱۴ کال کې په‎ دې سیمه کې راپورته شول او د خراسان امارت په نوم‎یې خپل موجودیت اعلان کړ.

خراسان په تاریخ کې هغو سیمو ته ویل کېده چې د افغانستان، ایران او د منځنۍ آسیا ځینې برخې په‎کې شاملې وې.

دغه لیک د داعش ډلې د یوه نیول شوي غړي څخه تر لاسه شوی دی چې بیا اسوشیټېډ پرس خبري آژانس ته ورسېد.

لیک د معاویه ازبکستاني له‎خوا لاسلیک شوی چې د عبدالحسیب تر وژل کېدو وروسته د دې سیمې د مشرتابه ادعا کوي.

عبدالحسیب د روان کال په اپرېل کې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډون عملیاتو کې ووژل شو.

معاویه ازبکستانی دا ردوي چې د حسیب تر مرګ وروسته د شېخ اسلم فاروقي په نوم یوه بل کس په ‎دې سیمه کې د داعش وسله‎والو مشري کړې وي.

معاویه ازبکستاني د دغو تبلیغاتو تر شا د پاکستان د استخباراتو لاس بولي.

په‎ دې لیک کې معاویه ازبکستانی لیکي:

"حتی که دا معلومات سم هم وي، بیا هم د پاکستان استخباراتي اداره «آی اس آی» یې تر شا ده چې موږ دا نه‌منو، ځکه د خدای او د هغه د دین لپاره جنګېږو."

په دغه لیک کې همداراز معاویه ازبکستاني هغو کسانو ته چې ده «د استخباراتي سازمانونو کافران او فریب‎کاران بللي دي» خبرداری ورکړی چې د پردې تر شا عمل کوي.

د منځنۍ اسیا او افغانستان داعش وسله‎وال غواړي، د دې ډلې مشري له پاکستانیانو واخلي.

افغانستان کې د داعش ډلې پخوانی وژل شوی مشر حافظ سعید.

که څه هم حافظ سعید چې په افغانستان کې د داعش دلې بنسټ ایښودونکی و، د پاکستان یو قبایلي وګړی و چې د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د یوې بې‎پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس لیکي، داسې ښکاري د پاکستان په قبایلي سیمو کې د داعش وسله‎والو تر وروستۍ غونډې وروسته چې شااوخوا ۴۰ قوماندانانو ګډون په‎کې کړی و، د دوو کسانو په خبره چې د دغو غونډو له جزئیاتو خبر ول، په سیمه کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د وسله‎والو تر منځ واټن ډېر شوی دی.