غني: په امنیتي دستګاه او نورو ادارو کې به اصلاحات ډېر ژر عملي شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه په کابل کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې پر مراسمو تر حملې وروسته د یو شمېر حکومتي چارواکو په کار کې نیمګړتیاوې ومنلې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح تيره شپه ازادي راډیو ته وویل چې پر دې مراسمو، په درېیو چاودنو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه زخمیان شوي دي.

د افغانستان ولسمشر د وروستیو حملو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ وویل چې ډېر ژر به په اصلاحات راولي.

محمد اشرف غني وویل:

"زه منم چې باید په امنیتي دستګاه او نورو ادارو کې اصلاحات راشي او دا اصلاحات به ډېر ژر عملي شي. زه منم چې له هغو کسانوسره چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې یې سستي کړې، په هره کچه کې چې وي، قاطع چلند وشي."

د افغانستان د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم اېزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې پرون درې چاودنې وشوې.

د پېښې یوه عیني شاهد، محمد عارف خبریالانو ته وویل:

"موږ د جنازې په لمانځه بوخت وو چې چاودنه وشوه."

د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال زوی، محمد سالم اېزدیار د جمعې په ورځ کابل کې د مظاهرې پرمهال، وویشتل او ووژل شو.

د دې پېښې ډېر جزئیات لا نه‎دي څرګند شوي خو ولسمشر محمد اشرف غني په تیره شپنې وینا کې ژمنه وکړه چې يو پلاوی به یې وڅېړي.

ښاغلي غني وویل، ټاکلی پلاوی به دا معلومه کړي چې په مظاهره کې د چا له لوري د ډزو امر شوی و.

په کابل کې دا مظاهره د هغې درنې چاودنې پرضد شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ لږ تر لږه نوي تنه پکې ووژل او ۴۶۰ تنه په‎کې زخمیان شول.

ولسمشرغني د تیرې شپې په وینا کې ژمنه وکړه چې د دې پېښو عاملان به مجازات شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه او ډاکټر صاحب عبدالله، جناب دانش صاحب او د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ پلاوي نور غړي ژمنه کووچې د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په همت او ستاسو په څېر خبر او صبور ملت په ملاتړ به هغه تروریستان چې د دې هېواد د ځوانانو پاکه وینه یې بهولې، د خپلو اعمالو سزا وویني."

عبدالله: افغانستان دامهال تر ظالمانه تجاوز لاندې دی

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله چې پرون د جنازې پر مراسمو د حملې په ځای کې و، پر خلکو د کرارۍ غږ وکړ. ښاغلي عبدالله همدا راز هغو خلکو ته چې تحصن یې کړی، وویل:

"له هغو خلکو چې نن یې اعتصاب کړی، غواړم چې د هېواد شرایطو ته وګوري. هغوی خپلې معقولي او مشروع غوښتنې کولای شي او موږ، د ملي وحدت حکومت مسؤلان د هغوی په خدمت کې یوو. خپلې غوښتنې دې مطرح کړي خو یوه ټکي ته باید متوجه شي چې پر افغانستان ډېر ظالمانه تېری شوی دی."

د ملګرو ملتونو سازمان هم پر افغانانو د یووالي غږ کړی دی.

په کابل کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جنازې پر"سوله ییزو مراسمو حمله له انسانیته لېرې ده" او دا پېښه یې غندلې ده.

په کابل کې د پرونیو چاودنو مسؤلیت لا چا نه‎دی اخیستی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د امریکا متحد ایالات اوس‎مهال د افغانستان لپاره د یوې نوې کړن‎لارې پر جوړولو غور کوي چې دې هېواد ته د زیاتو عسکرو استولو امکان هم په‎کې شامل دی.