ملاله یوسفزۍ: د کابل غیر انساني او ظالمانه برید ماته کړم

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو په څېر د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم د کابل خونړی برید غندلی او دا یې "غیر انساني" او "ظالم" بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د کابل د وزیر اکبر خان په ډیپلوماتیکه ساحه کې خونړی موټر بم برید وشو چې د راپورونو له مخې تر دې دمه په‌کې تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات ټپیان دي.

دا برید هغه مهال وشو چې په سیمه کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خلک دفترونو ته پر لار و چې په نتیجه کې د برید ټول قربانیان عام ملکي وګړي دي.

د امریکا په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پر مشرانو سربېره د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ هم د کابل برید غیر انساني او ظالم بللی او د سولې لپاره د متحدېدو غږ یې کړی.

نوموړې په دې اړه په خپل خپور کړي پېغام کې ویلي:

"په کابل کې شوی برید غیر انساني او ظالم دی چې زه‌یې ماته کړم. زه په کابل کې له خپلو هغو خویندو او وروڼو سره ولاړه یم چې د ترهګرۍ پر ضد متحد دي. موږ باید د سولې لپاره یو شو."

د راپورونو له مخې د کابل په ډيپلوماتیکه ساحه کې شوی دغه خونړی برید په دې وروستیو کې په افغانستان کې د وسله‎والو ترهګرو له‎خوا شوی تر ټولو خونړی برید دی چې سلګونه عامو ملکي کسانو ته‌یې مرګ‎ژوبله اړولې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه برید د بشریت ضد او جنایت بللی دی.

بل‌خوا د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغانستان له ولسمشر سره د کابل د پرونۍ پېښې لپاره په ټیلیفون خبرې کړي، دا خونړۍ پېښه‌یې غندلې او ټینګار یې کړی چې هېواد به‌يې د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

که څه هم لا کومې وسله‎والې ډلې په کابل کې د دغه خونړي برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستي، خو د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، دا برید حقاني شبکې کړی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې په مستقیمه مرسته او لارښوونه پلان شوی و.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لا تر دې دمه په دې تړاو کوم غبرګون نه‎دی ښودلی، خو تر دې مخکې هم افغان او پاکستاني چارواکو په خپلو هېوادونو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته پر یو بل د دغو بریدونو تورونه، پورې کړې دي.

راپور: ذبیح مومند