غزني کې د نامعلومو هلیکوپټرو د ناستې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی

که څه هم په هغو سیمو کې چې وسله‎وال مخالفین په‎کې واکمن دي د ناپېژانده هلیکوپټرو د کېناستلو ادعا تازه نه‎ده خو دفاع وزارت وايي چې د دغو ادعاوو د سپیناوي لپاره‌یې پلاوی ټاکلی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم تر اوسه داسې اسناد چې د غزني او یا هم په نورو ولایتونو کې ورته ادعاوې ثابتې کړي نه‎دي موندل شوي، خو په دې اړه د څېړنو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

ښاغلي رادمنش د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، که په څېړنو کې ثابته شي چې په غزني او یا هم په بل ولایت کې نامعلومو الوتکو ناسته کړې په جدي توګه به دغه موضوع تعقیب شي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د واغظ په اړه چې ګواکې نامعلومې هلیکوپټرې هلته ښکته شوي، موږ خپل پلاوی هلته استولی څو وګوري چې وضعیت څنګه دی او د څېړنو په نتیجه کې موږ کولای شو خپل معلومات له تاسو سره شریک کړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا یوسفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوه ورځې وړاندې د غزني په قره‌باغ او واغظ ولسوالۍ کې نامعلومو هلیکوپټرو ناسته کړې ده.

ښاغلي یوسفي د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د خپلې ادعا د ثبوت په اړه کوم اسناد او شواهد لري؟ وویل:

"د سیمې د خلکو سربېره د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندانو هم په ټیلیفوني اړیکه د شپې له‎خوا د نامعلومو الوتکو د ناستې موضوع تائید کړې ده."

ورته ادعاوې له دې وړاندې په سرپل، فاریاب او بغلان ولایتونو کې هم مطرح شوې خو دفاع وزارت وايي، د یادو ادعاوو د سپیناوي لپاره هېڅ ډول شواهد او اسناد نه‎دي موندل شوي.

تر دې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور هم ویلي و داسې اوازې شته چې افغانستان ته نامعلومې الوتکې راځي خو دا معلومه نه‎ده چې دغه الوتکې د ډیورند کرښې له اخوا راځي او یا هم د امو سیند له هاغه لوري.

اخوا په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې نفیسه عظیمي وايي، که حکومت ژر تر ژره په دغه ولایت کې د ناپېژانده هلیکوپټرو د ناستې په اړه له ولس سره معلومات شریک نه‌کړي په غزني کې د رامنځته کېدونکو هر ډول امنیتي ستونزو مسؤل به هم حکومت وي.

نوموړې وايي:

"د دغو الوتکو د ناستې هدف باید د غزني خلکو ته واضح شي، له هغې پرته که خدای مه‌کړه په غزني کې کومه پېښه کېږي او یا امنیتي ستونزې رامنځته کېږي نو ټول مسؤلیت‌یې د افغان حکومت بنسټونو ته ورګرځي."

د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي، په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د ناستې موضوع تازه نه‎ده خو تر اوسه پورې حکومت په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه‎دی کړی چې دا په ښکاره ډول د افغانستان د کشفي او امنیتي بنسټونو کمزوري ښيي.

د ښاغلي ځاځي په خبره یادې مسئلې ولس اندېښمن کړی او په کار ده چې په خپله ولسمشر امنیتي بنسټونو ته امر وکړي څو په دې اړه وروستي او کره معلومات له ولس سره شریک کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس