دفاع وزارت: داعش د خپل حضور ثابتېدو لپاره پر ملکیانو بریدونه کوي

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې داعش ډله یې په ننګرهار کې ځپلې ده، دفاع وزارت په داسې وخت کې دا خبره کوي چې داعش د جلال‎اباد ښار په زړه کې د ملي راډیو تلویزیون پر ودانۍ برید وکړ.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تېره میلادي میاشت امریکا د داعش پر سمڅو د بمونو د مور په نوم ستر بم استعمال کړ چې د راپورونو له مخې په‎کې د داعش په لسګونو مشران ووژل شول، خو پرون داعش په جلال‎اباد کې ډله ییز برید وکړ او د خبریالانو په ګډون یې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې داعش د ننګرهار په نېژدې ټولو ۲۲ ولسوالیو کې ځپل شوی دی او دا توان نه‎لري چې د پخوا په څېر له افغان ځواکونو سره جګړو ته دوام ورکړي.

خو د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې داعش د دې لپاره چې خپل حضور خلکو ته ثابت کړي، د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون د ودانۍ په څېر پر عامه تأسیساتو حملې کوي.

وزیري: داعش ډله په ننګرهار کې ځپل شوې

نوموړی وايي:

"په افغانستان کې په عمومي صورت د داعش ملا ماته شوې ده، ډېر ټکول شوی دی، کوم مقاومت چې یې پخوا کاوه هغه اوس نه‎لري. اوس د دې لپاره چې دا ډله خپل حضور ثابت کړي داسې بریدونو ته یې مخه کړې ده چې په‎کې عام خلک وژل کېږي، ملکیان وژل کېږي. "

په جلال‎اباد ښار کې د ننګرهار پر ملي راډیو تلویزیون تېره ورځ حملې تقریباً درې ساعته دوام وکړ چې په‎کې د ملي راډیو تلویزیون څلور تنه کارکوونکي او دوه امنیتي سرتېري ووژل شول او ۱۷ تنه ملکیان ټپیان شول.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ملاتړ د ټولنې مشر رحیم‎الله سمندر ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې په ټپیانو کې د دوی د معلوماتو له مخې د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون تر لسو ډېر کارکوونکي شامل دي.

رحیم‎الله سمندر وایي چې په ننګرهار کې داعش خپله راډیو لري او د دوی د راډیو کسان د ولایت ټول خبریالان پیژني چې دغو خبریالانو ته یې جدي ګواښ متوجه کړی دی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ملاتړ د ټولنې مشر رحیم‎الله سمندر

دی وايي:

"موږ تېرو وختونو کې پردې موضوعاتو د ننګرهار له چارواکو سره بیا-بیا جدي خبرې کړې وې، متأسفانه د افغانستان حکومت په تېره د ننګرهار ادارې او امنیتي ځواکونو دې ته توجه ونه‎کړه. موږ دوی ته وویل چې ننګرهار تر ټولو سیمو د خبریالانو د کار او فعالیت لپاره ناامنه سیمه ده ځکه چې هلته پرله‎پسې خبریالانو ته ګواښونه کیدل، یو شمېر خبریالان کابل ته راغلي، یو شمېر نور یې مستقیماً تهدیدیږي، هلته داعش فعاله راډیو لري او کوم کسان چې د داعش په راډیو کې کار کوي هغوی د ننګرهار هر خبریال بېل-بېل پېژني، نو دغسې محیط کې رسنیو ته کار کول ډېر ستونزمن دي. "

تېرمیلادي کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر نورو کلونو خونړۍ و او په‎کې ۱۳ خبریالان ووژل شول.

د ژرونالیستانو د ټولنو په وینا د دغو خبریالانو د قتل په لږ تر لږه لسو پېښو کې طالبانو لاس درلود.

روان میلادي کال تراوسه شپږ خبریالان وژل شوي دي او شاوخوا ۳۵ ځله پر خبریالانو بریدونه شوي دي.