د مېرمنو وضعیت ښه کېدو لپاره د ښځو څلورم ملي سمپوزیم وړاندیزونه

افغان ښځو د سولې لپاره په جوړ شوي څلورم سمپوزیم کې د عمومي وضعیت او ښځو حال د ښه کېدو لپاره خپل وړاندیزونه حکومت ته وسپارل.

سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو ادارو پر مسؤلیت ټینګار، د ښځو له حقونو څخه ملاتړ، لیرې پرتو سیمو ته د پرمختیايي کارونو رسېدل او په ولسي تړون کې د ښځو ۵۰ سلنه ونډه هغه څه دي چې افغان ښځې په څلورم ملي سمپوزیم کې پرې ټينګار کوي.

«افغان ښځې د سولې پیغام راوړونکې» تر نوم لاندې دا سمپوزیم چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د روانو ځينو ستونزو د حل په خاطر په کابل کې جوړ شوی و د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د دغه سمپوزیم یوې ګډون کوونکې نیره امین د غونډې پرېکړه‌لیک په برخه کې وویل حکومت ته‌یې په هره برخه کې وړاندیزونه مشخص کړي او هیله لري چې کار ورته وشي.

نوموړې زیاته کړه:

"په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د سولې د فرهنګ عامول، په تعلیمي نصاب کې د سولې په نوم د مضمون اضافه کول، په ولسي تړون پروګرام کې د ښځو ۵۰ سلنه برخه شاملول او دا چې د سولې د عامولو لپاره د ښځو له رول څخه استفاده زموږ وړاندیزونه دي."

په دغه سمپوزیم کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو څخه شااوخوا ۳۰۰ مېرمنې په کابل کې راټولې شوې وې.

دا د افغان ښځو له‌خوا څلورم سمپوزیم و چې له دې وړاندې یې دوه له هېواده بهر او یو پخوانی یې هم تېر کال په کابل کې جوړ شوی و.

د دغه سمپوزیم په پرانیست غونډه کې ولسمشر غني وویل چې په هېواد کې د جګړې دوام د ښځو پر وړاندې بې‌عدالتۍ ته زمینه برابره کړې ده.

خو په ختمېدونکې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې بي‌بي‌ګل غني وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه‌یوازې چې شته بلکې لا یې فکر کېږي.

بي‌بي ګل: ښځې د سولې پیغام ورکوونکې دي او مسؤلیت‌یې له کورنۍ پیلېږي

د ښځو چارو وزارت د دغه سمپوزیم له وړاندیزونو د هرکلي تر څنګ وايي چې د سمپوزیم پرېکړو د عملي کېدو لپاره یو عملي تطبیقي پلان جوړېږي.

د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ په دې باور ده چې له دې وړاندې د ښځو د خدمت لپاره لازم کارونه نه‌دي شوي.

سپوږمۍ وردګ.

نوموړې زیاته کړه:

"ټولو مؤسسو چې پیسې اخیستي سل په سلو کې د ښځو خدمت ته نه‌دي رسېدلي، خو ښې بدې، کمزوري او قوي په‌کې شته موږ څار کوو او هغه مؤسسې تړو چې خدمت نه‌کوي."

افغان حکومت هیله لري چې په حکومتوالۍ کې د ښځو ونډه چې دا مهال شااوخوا لس سلنه ده تر دېرش سلنې لوړه او د سولې په برخه کې د دوی له رول څخه استفاده وکړي.

له دې سره چې حکومت په دې برخه کې ډېرې ستونزې یادوي خو د ښځو ټولنې وايي، اړتیا د دې ده چې دا مهال د ذهنیت جوړولو پر ځای عملي ګامونه واخیستل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ