ارګ: د داعش ډلې مشر عبدالحسیب ننګرهار کې ووژل شو

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دې هېواد کې د اسلامي دولت په نوم وسله‌والې ډلې یا داعش مشر ووژل شو.

دا خبر پرون یکشنبه د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر خپور کړ او په افغانستان کې امریکايي ځواکونو هم تائيد کړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې د داعش مشر عبدالحسیب په ننګرهار کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

عبدالحسیب هغه څوک و چې د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په حواله، د سردار محمد داوود خان پر روغتون‌یې د وروستۍ حملې امر کړی و.

پر دې روغتون د مارچ په اتمه نېټه په وسله‎واله حمله کې چې مسئولیت‌یې داعش واخیست، لسګونه ډاکتران، نرسان، د روغتون کارکوونکي او هلته بستر ناروغان ووژل او زخمیان شول.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، عراق او سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې له وسله‎والو سره ملګرې ډله چې د "خراسان اسلامي دولت" بلل کېږي له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې، په افغانستان کې فعالیت کوي.

د روېټرز په وینا، داسې ګڼل کېږي چې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې د حافظ سعید خان تر وژلو وروسته، عبدالحسیب د دې ډلې مشر ټاکل شوی و چې د وسله‎والو طالبانو، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او امریکايي قواوو پر ضد جنګېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې افغانستان کې د داعش مشر عبدالحسیب د ثور په اتمه نېټه، په پوځي عملیاتو کې وژل شوی خو خبر یې تر اوسه ځکه نه‌و خپور کړی چې حکومت غوښتل په‎دې اړه بشپړ ډاډ ترلاسه او بیا یې ولس ته اعلان کړي.

په افغانستان کې د امریکا پوځ ویلي چې عبدالحسیب د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

پوځ مخکې ویلي وو چې د عبدالحسیب د وژل کېدو د خبر تائید به په‎دې هېواد کې د داعش او د خراسان اسلامي دولت نومې ډلې فعالیت ډېر کمزوری کړي.

ننګرهار کې د داعش ډلې د وژل کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا پوځ څو اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې د داعش پر پټن‌ځایونو خپل تر ټولو ستر غیر هستوي بم وغورځاوه.

د افغانستان حکومت وویل، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو په دغه برید کې د داعش ډېر پټن‌ځایونه چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له دغه ځایه بریدونه پلان کېدل، له‌منځه وړل شوي.

د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، حکومت د ټولو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې دوام ته متعهد دی خو هغو کسانو ته چې د خبرپاڼې په حواله، سوله غواړي د مذاکرو ور پرانیستی دی.

په خبرپاڼه کې یو وار بیا له حزب‎اسلامي سره د حکومت د سولې موافقې ته اشاره شوې او وايي چې دې پرمختګ ثابته کړې چې سوله د افغانانو تر منځ د مذاکرو او خبرو له لارې ممکنه ده.

د ارګ په خبرپانه کې په دې اړه چې د عبدالحسیب د وژلو لپاره عملیات د ننګرهار په کومه سیمه کې شوي معلومات نه‎دي ورکړل شوي.

په‎دې عملیاتو کې د داعش یو شمېر نور غړي هم وژل شوي دي.