د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید په اړه نوي حقایق


په دې اړه چې د سردار محمد داوود خان پر روغتون د برید پر مهال له وسله‌والو برید کوونکو سره له روغتون څخه دننه مرسته شوې ده، نوي حقایق رابرسېره شوي دي.

د روغتون ځیني کار کوونکي وايي چې بریدکوونکو ته د روغتون ټولې برخې ښې معلومې وې او ځکه په دې وتوانېدل چې ډېر درانه تلفات واړوي.

یو شمېر عیني شاهدان د سردار محمد داوود خان د روغتون د برید پېچلتیا او درنو انساني تلفاتو ته په پام سره داسې انګېري چې بریدکوونکو دننه خپل کسان درلودل.

د افغانستان دفاع وزارت ټینګار کوي چې په دې برید کې پنځو وسله‌والو ګډون درلود او ۳۰ کسان وژل شوي خو لویدیځې سرچینې، د امنیتي ځواکونو چارواکي او عیني شاهدان چې په پېښه کې مړه او ټپیان‌یې شمېرلي، په دې باور دي چې د برید کوونکو شمېر تر دې زیات وو او د وژل شویو کسانو شمېر هم له سلو اوړي.

ځیني عیني شاهدان وايي، د ستاژورانو یا نویو روزل کېدونکو ډاکترانو په جامه کې لږ تر لږه دوه کسان مخکې روغتون ته ننوتي وو او له برید سره سم‌یې د ډاکترانو او نورو خلکو وژنه پیل کړه.

د سردار محمد داوود خان روغتون د فارمسۍ څانګې مشر محمد ضیا قادري چې د وسله‌والو په مرمۍ لګېدلی او وروسته له پنځم پوړ څخه لوېدلی ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته په بېړنیو حالاتو کې د وتلو پر لاره کمین نیول شوی و.

له ازادي راډیو سره په خبرو کې ښاغلي قادري زیاته کړه، بریدکوونکو ته د روغتون ټولې لارې ګودرې معلومې وې.

دی زیاتوي:

"دوی په ډېر ماهرانه شکل سره هلته ځای پر ځای شوي وو، ترڅو چې په دې روغتون کې ښه لاربلد سړی نه‌وي دا برید ممکن نه‌و، دوی حتی دومره پیشبین وو چې پر موږ یې بېړنۍ لارې بندې کړې وې، ټول په دې پوهېږي چې له‌منځه کوم څوک ورسره وو چې په دې ډول روغتون ته ننوتي او ځای پر ځای شوي وو."

فرانسپرس خبري اژانس د روغتون د یوه چارواکي له قوله لیکي چې په بریدکوونکو کې دوه ځوان ستاژوران یا هغه محصلین شامل وو چې د طبي زده‌کړو په مقصد د عملي کار دوره تېروي.

د دې چارواکي له قوله ویل شوي چې په دوو محصلینو کې یوه ځان والوزاوه او بل د افغان خاصو ځواکونو په ډزو ووژل شو.

د فرانسپرس د راپور له مخې امنیتي سرچینو هم دا ادعا تائید کړې.‍

د سردار محمد داوود خان روغتون د فارمسۍ څانګې مشر ښاغلی قادري وايي ده هم د خپل یو ټپي شوي همکار له خولې اورېدلي چې یوه اشنا سړي ډزې پرې کړي.

ښاغلی قادري وویل:

"د داخله سرویس یو ډاکتر شهسوار په خپلو سترګو هغه کس لیدلی و چې پر ده‌یې ډزې کړې وې، هغه ویلي چې هغه کس چې ډزې یې پرې کړي د همدې روغتون ستاژر یا کارکوونکی و."

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي دا تائیدوي چې پر روغتون له دننه او بهر څخه برید شوی او زیاتوي چې څو تورن کسان‌یې نیولي او تحقیقات ترې کوي.

د دې حملې مسؤلیت ظاهراً داعش ډلې منلی او طالبانو هم په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي خو چارواکي وايي چې داعش د دومره پېچلو حملو توان نه‌لري.

افغان چارواکي وايي، داسې پېچلې حملې یوازې بهرنۍ استخباراتي کړۍ او په افغانستان کې هغو ته وفادارې ډلې کولای شي.

د دې څرګندونو هدف طالبانو ته تقریباً یوه مستقیمه اشاره ده.

فرانسپرس د حملې د یوه عیني شاهد له قوله لیکي، وسله‌والو بریدکوونکو ضربې نه‌کولې بلکې د قربانیانو پر سر یې منفردې ډزې کولې او په دې قربانیانو کې هغه مور هم وه چې ماشوم‌یې په غېږ کې و.

د دې عینې شاهد په وینا بریدکوونکو پر موبایل ټیلیفون خبرې کولې او مخاطب ته‌یې ویل چې ملا صاحب، موږ د ملحدانو د وژلو په حال کې یو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:11 0:00

XS
SM
MD
LG