بارکزی: د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۲ موارد ثبت شوي

د افغانستان د ژورنالېستانو شورا وايي، په وروستیو شااوخوا شپاړسو کلونو کې، د رسنیو فعالیتونه او پرمختګونه د پام وړ دي، خو بیا هم یو لړ ستونزې شته چې د ژورنالېستانو د فعالتیونو په وړاندې خنډ ګرځي.

د دغې شورا رئيس حفیظ‌الله بارکزي نن پنجشنبه په کابل کې د بیان ازادي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې له حکومت نه هیله وکړه چې د رسنیو د ستونزو حل ته، تدابیر جدي کړي.

اطلاعاتو ته د ژورنالېستانو لاسرسی، دوی ته د کاري اسانتیاو برابرول، د دوی خوندیتوب او د دوی د ګواښلو او وژنو دوسیو ته رسېدنه، هغه غوښتنې وې چې د افغانستان د ژورنالېستانو د شورا مسؤلینو له حکومت څخه مطرح کړې.

ښاغلي بارکزي وویل:

"د زور زیاتي او ګواښلو ګراف له زغملو وتلی دی، د زورزیاتي او ګواښلو موارد ۱۴۲ ته رسېدلي او حکومت باید ورته پام وکړي، همدارنګه مسؤلین حاضر نه‌دي چې ژورنالېستانو ته لازم معلومات ورکړي."

په روانه اوونۍ کې د ژورنالېستانو نړیواله ورځ، د افغان ژورنالېستانو د بېلابېلو ټولنو له‌خوا ولمانځل شوه او دوه زره شپاړسم کال د افغان ژورنالېستانو لپاره، بد او ناوړه کال وبلل شو.

د دغو ټولنو په راپورونو کې راغلي چې په تېر لمریز کال کې څه باندې لس ژورنالېستان د خبرونو او راپورونو د جوړولو پر مهال وژل شوي دي.

لویه څارنوالي وايي چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د دوی د وژنو پر دوسیو کار کوي او نتیجه به‌یې له څېړنو وروسته د ژورنالېستانو د قناعت لپاره خپره شي.

د ژورنالېستانو ځینو نړیوالو ټولنو د ژورنالېستانو د وژنو ۶۰ سلنه پړه، پر وسله‌والو مخالفینو او د ۲۱ سلنې په حکومت‌پلوه ځواکونو اچولې ده.

د ژورنالېستانو شورا له‌خوا د بیان د ازادي په لمانځ‌غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد رسول باوري، د هېواد په روانو سختو شرایطو کې د افغان ژورنالېستانو هلې ځلې او قربانۍ وستایلې او د دوی د ظرفیتونو پر لوړولو یې تینګارو کړ.

نوموړي زیاته کړه:

"ستاسې کار له هغو کسانو څخه کم نه‌دی چې په تودو سنګرونو کې د تیارو پر وړاندې جنګېږي، تاسې د تیارو پر سر د یو کلک ګوزار حیثیت لرئ، تاسې باید خپل رسالت وساتئ."

په جوړې غونډه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پیغام د ولسمشر د ویاند د مرستیال دواخان مینه‌پال له‌خوا ولوستل شو چې په‌کې راغلي وو، حکومت پر خپلې دغې ژمنې ولاړ دی چې د رسنیو ملاتړ به کوي او ژورنالېستانو ته به کاري اسانتیاوې برابروي.

سربېره پر دې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم تېره ورځ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په نامه جوړې شوې غونډه کې ژمنه وکړه چې خبریالانو ته به د فعالیت لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: خان محمد سیند