د ترکيې کابينې پر هالنډ د بنديزونو لګولو موضوع مطرح کړه

د ترکيې کابينې د دوشنبې په ورځ پر هالنډ د بنديزونو پر لګولو د غور کولو موضوع مطرح کړه.

وروسته له هغې چې د هالنډ حکومت په روتردام ښار کې په دوو سياسي مراسمو کې د ترکيې د دوو وزيرانو د ګډون مخنيوى وکړ، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې خړې پړې شوې.

د ترکيې د کابينې يوه وزير ويلي دوى ښايي د مجازاتو په توګه ځيني اقدامات وکړي.

د ترکيې ولسمشر د هالنډ پر حکومت تور لګولى چې د نازيانو د بقاياوو په څېر چلند يې کړى دى.

رجب طيب اردوغان هڅه کوي هغې ټولپوښتنې ته د ترکانو ملاتړ جلب کړي چې په مرسته‌يې د ده صلاحيتونه زياتېږي.

اردوغان ويلي، څرنګه چې د هالنډ حکومت د ترکيې دوه وزيران پرې نه‌ښودل ترک مهاجرو ته د رأيې خپلولو په نيت وينا وکړي، دغه حکومت بايد له بنديزونو سره مخامخ شي.

دا مسئله د دې سبب شوې چې د ترکيې او اروپا تر منځ په اړيکو کې بل کړکېچ راشي، دا په داسې حال کې ده چې ترکيه هڅه کوي د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي.

يوې سرچينې روېټرز اژانس ته ويلي، تمه کېږي چې د ترکيې د کابينې وزيران پر هالنډ د بنديزونو لګولو پر مسئله نن پر ځايي وخت ماښام اووه بجې بحث وکړي.

د اروپايي ټولنې د چارو لپاره د ترکيې وزير عمر جيليک ويلي چې ښايي دغه بنديزونه وضع شي او په دې توګه د هالنډ د وروستي اقدام ځواب ووايي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ تور ولګاوه چې په لوېدیځ کې ناسیزم لا شته ده همداراز هغه وویل:

"د هالنډ صدراعظم ویلي چې غواړي له ترکیې سره اړیکې بېرته ښې کړي، څه غواړئ چې ښه کړئ؟ تاسو تر اوسه پورې دا کار جبران کړی نه‌دی، لومړی هغه څه جبران کړئ چې کړی مو دی."

يوې سرچينې ويلي، دغه بنديزونه به په اقتصادي برخه کې د اقداماتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ کلتوري فعاليتونه، پوځي او د ټکنالوژۍ په برخه کې فعاليتونه محدود کړي.

د هالنډ حکومت د شنبې په ورځ پرې نه‌ښود چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو روتردام ښار ته لاړ شي وروسته‌يې د ترکيې د فاميلي او ټولنيزو سياستونو د وزيرې فاطمې بتول سايان کايا مخنيوى هم وکړ چې او پرې يې نه‌ښوده د ترکيې قونسلګرۍ ته دننه شي.