امرخېل: کانونو وزارت کې له قراردادیانو۱۰میلیونه ډالر رشوت اخیستل شوی

د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې شبکه وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت ځينو لوړ پوړو چارواکو د یو شمېر تړونونو په بدل کې له قراردادیانو څخه شااوخوا لس میلیونه ډالر رشوت اخیستي دی.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ د یوه څېړنیز راپور په خپرولو سره په کابل کې رسنیو ته وویل چې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې مدریتي ضعف او فساد د دې لامل شوی چې یو شمېر تړونونه د اړیکو او رشوت پر بنسټ مشخصو کسانو ته ورکړل شي.

د یاد بنسټ مشر خان زمان امرخېل وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو د ۲۱۷ تړونونو په بدل کې له تړون کوونکو څخه شااوخوا لس میلیونه ډالر رشوت اخیستی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"لس میلیونه ډالر د رشوت په ډول اخیستل شوي او ځینو خلکو سره ژمنې شوي چې دغه ۲۱۷ تړونونه به په مشخص ډول هغوی ته ورکول کېږي او بل څوک به په منظر کې نه نیول کېږي، نو شااوخوا لس میلیونه ډالر د رشوت په ډول تبادله شوي دي."

د دغه شبکې غړي وايي، له دغو تړونونو څخه شپږ تړونه یې یوه ځايي زورواکي ته ورکړل شوي چې د خپلو چارو د پر مخ بیولو لپاره وسله والو مخالفینو ته باج ورکوي خو له څو کلونو راهیسې یې افغان حکومت ته هېڅ ډول مالیات نه دي ورکړي.

یاده شبکه اندېښنه ښې چې د کانونو په برخه کې ټول تړونونه به زوراکو او د یو شمېر لوړپوړو چارواکو نېږدې کسانو ته ورکړل شي.

نا امنیو او ځينو نورو ستونزو د کانونو وزارت کارونه ټکني کړي

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان د کانونو د څار بنسټ چې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په چوکاټ کې فعالیت کوي د افغانستان د کانونو په برخه کې له پراخ فساده اندېښنه ښودلې وه.

د کانونو څار بنسټ: ځينې وزيران او وکیلان غیرقانوني کېندنې کوي

دغه بنسټ ویلي وو چې د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د سرپرستۍ دوام او د کانونو د عوایدو په راټولولو کې د مالیې وزارت مدیریتي ضعف د افغانستان د کانونو د کیندنې په وړاندې ستونزې جوړی کړي.

د دغه بنسټ لخوا په تر سره شویو څېړنو دا هم راغلي و چې د کانونو په غېر قانوني کېندنه کې د یو شمېر وزیرانو تر څنګ د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یو شمېر وکیلان هم لاس لري.

خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي بیا د تړونونو په برخه کې هر ډول فساد ردوي او د افغانستان د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې د شبکې دغه راپور بې بنسټه بولي.

د دغه وزارت ویاند ذبیح الله سروري وايي:

"هېڅ چا سره ژمنه نه ده شوې او هېڅ څوک دې ته نه دې تشویق شوي چې دلته کېندنې وکړي او یا هم د اړیکو پر بنسټ ورسره د کوم قراداد د ورکولو ژمنه شوې وي، دا ټول درواغ او بې بنسټه دي."

ښاغلی سروري وايي، هېڅ کوم تړون د اړیکو او رشوت په بدل کې کوم چاته نه دی ورکړل شوی او نه به ورکړل شي بلکې د کانونو په برخه کې تړونونه هغه شرکتونو ته ورکړل کېږي چې په ټولو معیارونو برابر وي.

د افغانستان د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې شبکه وړاندیز کوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره باید یو وړ کس د وزیر په توګه وګمارل شي او دغه وزارت دې د سرپرستۍ له حالته خلاص شي.

دغه بنسټ دغه شان له لوی څارنوالۍ څخه غواړي چې د دوی موندنو ته پام ټولې قضیې دي په جدي ډول وڅېړي او پایلې دې له خلکو سره شریکې کړي.

راپور: عبادالله حنان زی