د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

افغان حکومت ته د شفافیت د څار بنسټ سپارښتنې


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي چې په یو شمېر امنیتي واحدونو کې پنځوس فیصده خیالي تشکیلات، د دغو ادارو په ګمارنو او ترفیعاتو کې فساد او د کانونو او مخدره موادو په قاچاق کې د یو شمېر امنیتي مسئولینو لاس لرل، د امنیتي سکتور عمده ستونزې دي.

د دغه بنسټ رییس سید اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که حکومت په دې برخو کې پر ستونزو بریالی نه شو، ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

افضلي: له فساد سره باید مبارزه وشي
افضلي: له فساد سره باید مبارزه وشي

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"له فساد سره باید مبارزه وشي، د فساد موارد دې بربنډ شي، اړتیا ده چې خلکو ته د امنیتي سکتور په برخه کې حساب ورکونه موجوده وي او دا حساب ورکونه باید رامنځ ته شي."

کورنۍ حساب ورکونه، شفافیت او بهرنی څار، د پرسونل مدیریت، په فساد کې د لوړ پوړېو افسرانو عدليي تعقیب او په قرادادونو کې د شفافیت تامین حکومت ته د شفافیت د څار بنسټ عمده سپارښتنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې لپاره عدليي او قضايي مرکز جوړ کړ.

ولسمشرمحمد اشرف غني د دغه مرکز د افتتاح په مراسمو کې وویل، که له فساد سره جدي مبارزه ونه شي، حکومت به امنیتي او اقتصادي پروګرامونو کې پرمختګ ونه شي کړای.

نړیوالې ټولنې هم له افغان حکومت سره مرستې او د همکارېو دوام له فساد سره په ټینګه مبارزې پورې مشروطې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د بروکسل او وارسا غونډو ته د چمتوالي په حال کې دی.

په دغو غونډو کې به حکومت نړیوالو مرسته کوونکو ته قناعت ورکوي چې فساد سره د مبارزې لپاره ګټور او عملي پروګرامونه لري او و به وتوانیږي چې د نړیوالو مرستو د حیف او میل مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست مرستیال ویاد شاه حسین مرتضوي وايي، په امنیتي بنسټونو کې قردادونه معیاري او قانوني شوي دي او حکومت د قرادادونو او د لګښت لپاره جدي څارنه کوي چې دا خپله له فساد سره د مبارزې جدیت په ډاګه کوي.

مرتضوي وايي، په امنیتي بنسټونو کې قردادونه معیاري او قانوني شوي
مرتضوي وايي، په امنیتي بنسټونو کې قردادونه معیاري او قانوني شوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت په امنیتي برخو کې هر اړخېز اصلاحات رامنځ ته کړي، تاسې په جریان کې یاست چې د دفاع وزارت د پخوانیو قراردادونو په پرتله اوسني قردادونو په معیاري او قانوني بڼې سره ترسره کیږي."

له دې سره په خوا کې د چارو یو شمېرکارپوهان په افغانستان کې اداري فساد له ترورېزم هم خطرناک بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې بشیر بیژن وايي چې د حکومت په دننه کې پیاوړي چارواکي په فساد کې لاس لري او اسانه به نه وي چې د دغه ډول پیاوړو کړېو لاسونه له فساد څخه لنډ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG