روسیه ولې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو موجودیت اړین بولي؟

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، روسیه منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو موجودیت اړین بولي.

یاد کارپوهان وايي، روسیه د خپلو شخصي ګټو لپاره په ځینو مواردو کې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا ضروري ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې انټرفکس خبري اژانس د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به وضعیت لاخراب کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه طاهر هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې روسیه په عین وخت کې له طالبانو سره هم مرسته کوي څو په مستقیمه جبهه کې امریکایانو ته ماته ورکړي.

هاشمي: دوی هڅه کوي منځنۍ اسیا ته د داعش مخه امریکايي ځواکونو سره ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی هڅه کوي چې منځنۍ اسیا ته د داعش او طالبانو د پرمختګ مخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیسي او په عین وخت کې طالبانو سره هم مرسته کوي چې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي، په افغانستان کې د داعش او طالبانو په مقابل کې د امریکايي ځواکونو دریځ له روسانو سره هم مرسته کولای شي."

د انټرفکس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له قوله دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور منطقي دی او که د امریکا ولسمشر له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي هرڅه به په سیند لاهو شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف.

دوه میاشتې وړاندې ضمیر کابلوف د مسکو او طالبانو تر منځ د اړیکو لرل تائید کړل او دایې ویلي و چې د داعش په ځپلو کې د روسیې او طالبانو ګټې ګډې دي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر هم له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو د موجودیت خبره تائید کړې وه خو دا یې ویلي و چې دا اړیکي د طالبانو د ملاتړ لپاره نه بلکې په افغانستان کې د روسي اتباعو د امنیت او د سولي له بهیر سره د مرستې لپاره دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان بیا وايي چې روسیه د امریکا د پالېسیو پر وړاندې له یوه ترکیبي سیاسته کار اخلي.

سولې شورا: لوی قدرتونه دې افغانستان د خپلو سیالیو ډګر نه ګرځوي

سیاسي کارپوه محب‌الله شریف وايي، روسان په هغه مواردو کې چې امریکایان د دوی په ګټه وي ترې ملاتړ کوي او که‌یې په ګټه نه‌وي بیا یې له موجودیته ملاتړ نه‌کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"روسان په افغانستان کې له امریکا سره د یوې مرکبې پالېسیۍ څخه کار اخلي هغه په دې معنی چې په کوم ځای کې چې یې ګټه وي هلته د امریکا موجودیت غواړي، خو کله چې امریکایان ورته په ګټه نه‌وي نو هلته د امریکایانو موجودیت نه‌غواړي او غواړي چې خپله ښکېل وي او پایلې هم خپله لاسته راوړي."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یوې اعلامې په خپرولو سره د امریکا له نوي ولسمشره غوښتي چې د تېر حکومت تېروتنه تکرار نه‌کړي او له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.

خو د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ترمپ بیا تر دې دمه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د زیاتېدو او یا هم کمېدو په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

له دې سره-سره د افغانستان حکومت بیا وايي چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا مرستو ته ضرورت لري.

میثم: افغان حکومت د نړېوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې چې ټولو ته ګډ ګواښ دی د نړیوالې ټولنې او په خاصه توګه د امریکا د متحده ایالاتو مرستې ته ضرورت لري."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یو شمېر مدني فعالانو په کابل کې له دې کبله اندېښنه ښودلې وه چې ګواکې روسیه او متحدین‌یې هڅه کوي څو افغانستان د جګړې پر ډګر بدل شي.

فعالان: روسیه او متحدین یې افغانستان بیا د جګړو په ډګر بدلوي

دوی له حکومت څخه وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې یادې موضوع ته متوجه اوسي او نه‌دې پرېږدې چې نور هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس