نظري: ۸۷ سلنه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان د ښځو چارو وزیره وایي، په افغانستان کې ۸۷ سلنه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ دي او په هېواد کې شاوخوا ۵۷ سلنه کم عمره نجونې ودېږي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کمپاین چې د ښځو چارو وزارت له‌خوا د روان میلادي کال، د نوامبر په ۲۵مه پیل شوی و، د ډسمبر په دولسمه پاې ته ورسېد.

په دې مناسبت د اجرائیه ریاست له‌خوا په جوړ شوي کنفرانس کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل، سره له دې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو هڅې روانې دي، خو بیا هم دغه ستونزه په بشپړ ډول نه‌ده هواره شوې.

نظري: دغه ستونزه په بشپړ ډول نه ده هواره شوې.

نوموړې زیاته کړه:

"۸۷ سلنه ښځې په خپل ژوند کې د تاوتریخوالي له یوه ډول سره مخې وې، ۶۲ سلنو مختلف تاوتریخوالی تجربه کړی، ۵۹ سلنه ښځې په زوره واده شوي دي او ۵۷ سلنه هغه نجونې وې چې د واده پر مهال‌یې عمر له ۱۶ کلونو څخه کم و."

چارواکي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په داسې حال کې د هڅو د تېزوالي خبرې کوي چې اوس هم کله نا کله، د هېواد له ځینو سیمو څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبرونه خپرېږي.

د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه د خلکو ناپوهي او د کورنیو او ټولنې ناوړه دودونه په ګوته کړل.

ده وویل حکومت هڅې کوي چې شته ستونزه د روزنیرو او علمي پروګرامونو له لارې کمه شي.

محمدخان: د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي مبارزه باید عملي کړو.

نوموړي زیاته کړه:

"ښه ده چې په علمي توګه د قران له نصوص، د پیغمبر له احادیثو او ملي نېک فرهنګ څخه په ګټې اخیستنې سره، لومړی له دغې لارې او استقامت سره بلد شو او بیا موږ په خپله د کورنیو او دولتي ادارو په ذریعه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزه عملي کړو او همت وکړو."

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وویل، په کار ده چې د دې ستونزې د اوارولو لپاره ټولنیز ذهنیت جوړ کړو.

هغه زیاته کړه:

"تر هغې چې د ښځو حقونه د ټولنې په عمومي افکارو کې بنیادي نه‌شي، دا پروګرام نه‌عملي کېږي، دا کمپاین دې ته زمینه برابروي چې ټولنه مو وپوهېږي چې ښځه د احترام وړ ده او احترام دې یې وشي."

مسؤلینو دا هم وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون نافذ دی او د دې تر څنګ، په لسګونو نورې مقرري هم تصویب شوي چې د عملي کېدو په حال کې دي.

هغه هیله وښوده چې عملي کېدل به‌یې موجوده ستونزې کمې کړي.

راپور: خان محمد سیند